په افغانستان کې میشت د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وايي چې په کندهار ولایت کې د یوې هلیکوپترې د رالویدو د عواملو په اړه څیړنې کوي، چې اوه امریکايي عسکر پکې ووژل شول. په دې پيښه کې درې افغان عسکر له یوه ژباړن سره هم وژل شوي دي.
د ایساف ځواکونو ویاد کونترکتز د پيښې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
( زه به تاسو ته خبر در کړم، چې د ایساف یوه هلیکوپتر نن په کندهار ولایت کې رالویدلې ده، په پيښه کې اوه امریکايي عسکر، درې د افغان امنیتي ځواکونو غړي او یو ملکي ترجمان وژل شوي دي. د هلیکوپتر د رالویدو د علت په اړه څیړنې کيږي، موږ ډير خفه یو او ددغو زړورو کسانو له کورنیو سره غمشریکي کوو.)
ښاغلي کتز د پيښې په اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
د کندهار د ولایت مقام په یوې مطبوعاتي اعلامیې کېې ویلي چې دغه پیښه د شاه ولیکوټ ولسواۍ په چنارتو سیمه کې شوې.
په اعلامیې کې ویل شوي چې دغه هلیکوپتر سیمې ته د ګزمې لپاره تللې وه چې راولویدله.
وسلوالو طالبانو ددې هلیکوپترې د راغورځولو ادعا کړې. د دوی ادعا بې طرفو سرچینو نه ده تایید کړې.
د راپورونو له مخې تیره یوه اونۍ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو لپاره خونړۍ وه.
امریکايي عسکرو ته د تلفاتو له امله تر دې دوه نورې لویې پيښې د هلمند په سنګین او ګرمسیر کې وشوې.
د سنګین په پيښه کې یوه افغان پولیس پر امریکايي عسکرو ډزې وکړې درې تنه یې پکې ووژل او د ګرمسیر په پيښه کې یوه افغان ملکي قراردادي په ورته پیښه کې درې نور امریکايي عسکرو وژل.
امریکايي ځواکونو ته دغه مرګ ژوبله په داسې حال کې رسیږي، چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو لړۍ پیل شوې او د جمهور رئیس بارک اوباما له پلان سره سم په زرګونه امریکايي عسکر له افغانستان څخه وتلي دي.