د اختر په رانږدې کیدو سره په ښار کې د نورو څیزونو ترڅنګ د ماشومانو د لوبو د سامانونو بازار هم تودیږي، خو ځینې کورنۍ وايي، په دې وسایلو کې ځینې یې داسې دي چې ماشومانو ته د ګټې پرځای زیان رسوي.
د لوبو په دې سامانونو کې تر ډیره پلاستیکي توپکونه او تفنګچې او د جګړې نور پلاستیکي وسایل شامل دي چې په دې وروستیو کې یې ماشومان او نوي هلکان د اخیستلو ډیر لیواله دي.
یو شمېر کورنۍ وایي، د دې تر څنګ چې دغه سامونونه یې ماشومان خرابې لارې ته هڅوي بیې یې هم د نورو سامانونو په پرتله ډیرې لوړې دي:
"۱:- دلته راغلې یم ورور ته توپک اخلم، راپسې ژړل یې ویل ماته توپک واخله.
زموږ غوښتنه خو دا ده، چې باید پاکستان او چین موږ ته د دې شیانو پر ځای ښه شیان راولیږي ځکه موږ توپکونو او تفنګچونو ته اړتیا نه لرو.
۲:ـ ماشومان دي نو څه ورسره کوې زور دې هم نه ورباندې رسیږي ژاړي وایي مونږ ته توپک واخلی.
خدای دې زمونږ هیوادوالو په خاصه توګه پاکستان ته خیر ورکړي چې خپلو ماشومانو ته قلم ورکوي او زموږ ماشومانو ته توپک رالیږي."
خو ماشومان او نوي ځوانان بیا د خپلو کورنیو د خبرو پر خلاف توپکونه خوښوي او وایي، چې په مصنوعي توپک باندې له لوبو کولو خوند اخلي:
"۱:- نوم مې احسان مل دی زه توپک اخلم او بیا لوبې ورباندې کوم له هلکانو سره نور شیان مې نه خوښیږي.
۲:- زما نوم مختار دی اوس مې پلار سره روان یم توپک اخلم مونږ ساعت له توپک سره ډیر تیریږي اوس نوي توپکونه راوتلي دي ضربه یې هم ډیره ده."
د دغو ماشومانو کورنۍ وايي، چې هر کال د بل کال په پرتله بازار ته د جګړې پلاستیکي پرمختللی مودونه راوځي، یعنې مخکې به یواځې وړې وړې تفنګچې وې خو اوس داسې ټوپکونه هم راوتي چې لاصلي ټوپک ته ډير ورته وي.
بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، سره له دې چې د دوي بازار ازاد دی خو بیا هم هغو وسایلو ته اجازه نه ورکوي چې د ماشومانو د ذهنونو د خربوالي لامل شي.
ددې وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې هېواد ته د دا ډول سامانونو د راوړلو د مخنیوي په برخه کې یې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ادارې نه مرسته غوښتې:
"زمونږ صادراتي او وارداتي پالیسي آزاده ده خو بیا هم مونږ څو شیانو ته اجازه نه ورکوو چې افغانستان ته وارد شي، چې هغه اسلحه، الکولي مشروبات او مخدره توکي دي.
هغه څه چې خلکو ته تاوان رسوي د ماشومانو روغتیا ته تاوان رسوي او په خلکو کې ویره خپروي هغو ته مونږ اجازه نه ورکوو.
کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت دا کار کوي دا یې وظیفه ده چې هغو توپکو ته اجازه ورنکړي چې خلک ورباندې ویشتل کیږي چې د ماشومانو له خوا استعمال شي."
سره له دې چې غازي خیل وايي په بازارونو کې یې ددې ډول سامانونو د خرڅلاو مخه نیولې خو بیا هم دغه د لوبو سامانونو په بازارونو کې خرڅیږي.
نه یواځې توپکونه او تفنګچې بلکې په اخترونو کې ماشومان ډیر داسې د لوبو سامانونه کاروي چې ډیر کله هم ځان او هم نورو ته تاوان رسوي.
د رپوټونو له مخې تیر کال د کابل ښار د لسګونه تنو اوسیدونکو سترګې د ماشومانو او نوي ځوانانو د لوبو د توپکونو د ګولیو او یا هم پتاقیو له امله ژوبلې شوې او بیلابیلو روغتونونو ته د درملنې لپاره تللي وو.
خو د افغانستان امنیتي ارګانونه د تیرو کلونو په شان وایي چې د ښار په هیڅ برخه کې به ماشومانو او نوي ځوانانو ته اجازه ورنکړي چې د توپکونو او پتاقیو په کارونو سره خلکو ته مزاحمت وکړي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ وایي چې د دوی د خبرو د نه منلو په صورت کې به ددې کار له عاملینو سره قانوني چلند وشي.
جمیله ظریف