د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

خصوصي روغتونونه دې خپل خدمات د وزارت له مقرراتو سره سم عیار کړي


د عامې روغتیا وزیره ډاکټر ثریا دلیل
د عامې روغتیا وزیره ډاکټر ثریا دلیل
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تراوسه په هېواد کې د یوه خصوصي روغتون روغتیایي خدمات هم معیاري نه دي.

دعامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د روغتیايي خدماتو یوه نوې مقرره ترتیب کړې، څو د هېواد په ټولو خصوصي روغتونونو کې پلې شي.

دعامې روغتیا وزیرې ډاکثر ثریا دلیل د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې ټولو خصوصي روغتونونو ته خبرداری ورکړ؛ چې په یوه کال کې دې روغتیایي خدمات د ترتیب شوي مقررې سره سم اعیار کړي.

"کله چې کوم خصوصي روغتون د دې مقررې له اصولو سرغړونه وکړي، توصیه کېږي، په دویم پړاو کې اخطار، بیا جریمه او که سرغړونه اصلاح نه شوه، روغتون یې تړل کېږي او د فعالیت جواز یې ترې اخیستل کېږی. سربیره پردې روغتونونه باید خپل اعلانانونه د مربوطه کمیسیون د منلو وروسته نشرکړي. "

په افغانستان د خصوصي روغتونونو لپاره د معیاري روغتیایي خدماتو مقرره، د عامې روغتیا د وزارت له خوا په اوو فصلونو او درې پنځوس مادو کې ترتیب شوي او د وزیرانو شورا تصویب کړې ده.

دعامې روغتیا وزارت وایي، په هیواد کې ټول دوه سوه شل خصوصي روغتونونه مکلف دي، چې سر له ننه د مقررې له اصولو سره سم عمل وکړي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې مقرره کې، د خصوصي روغتونو چاپیریال، د روغتونو د خونو وضیعیت، د خدماتو کيفیت، د ډاکترانو فیسونه او داسې نور ذکرشوي دي.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې څه باندې دوه سوو خصوصي روغتونونو د فعالیت جوازاخیستی؛ خو خلک د دوی له خدماتو په بشپړه توګه راضي نه دی، دوی وایي،

"ډیرروغتونه شته، چې خدمات یې معیاري نه دي، تکړه ډاکټران نه لري، ډېرروغتونونه په تنګو کرایي کورونو کې جوړ شوي چې روغتون ورته نه شي ویل کېدای."

سره له دې چې اوسمهال په روغتونونو کې د روغتیایي خدماتو د پراختیا خبرې کېږي خو اوس هم ګڼشمیر افغانان د دوی ناروغان د درملنو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته بوځي.

خلک دا هم وایي، په خصوصي روغتونونو کې د خدماتو فیسونه د دوی له توانه پورته دی.
راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG