د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

مخالفین په افغانستان کې د ناکراریو د دوام لپاره اوږد پلان لري


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کونړ په مرکز اسعداباد کې د پرونيو دوه غبرګو انتحاري بریدونو په اړه چې د ناټو درې عسکر او یو ولسي افغان په کې ووژل شول لیکې، چې دغه مرګونی برید ښیي چې په افغانستان کې د ناکراریو د دوام لپاره یو پلان په لاره اچول شوې.

پروني غبرګ انتحاري بریدونه په اسعداباد ښارکې د ولایتي شورا ودانۍ ته نژدې د ناټو د عسکرو په ګزمه وشول او له دې څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو د کونړ په غرني او سرحدي ولایت کې چې امریکایي عسکرو په کې په تیرو وختونو کې سختې جګړې کړي دي د خپل زور د ښکاره کولو کوښښ وکړ.

طالبانو څو ورځې مخکې د کونړ د اتو ولسوالیو په امنیتي پوستو او ودانیو بریدونه وکړل، خو لږ تلفات یي درلودل.

نیویارک ټایمز لیکې، چې په کونړ کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال پروسه نسبت نورو ولایتونو ته ډیر په تدریج ترسره کېږي.

ورځپاڼه لیکې، چې له وروستیو بریدونو څخه داسې بریښي سره له دې چې امریکایي ځواکونو څو کلونه په سیمه کې سخت عملیات کړي دي، خو بیا هم د مخالفینو ګواښ له منځه نه دی تللی او دوي د ولایت په مرکز اسعداباد کې هم برید کوي.

ورځپاڼه لیکې، چې په کونړ کې د طالبانو د بریدونو څرنګوالی او انداز دا هم ښیي، چې دوي یوه اوږدمهالي ستراتیژي په مخ بیایي.

دوي په داسې یوې سیمې کې چې د دولت واک په کې کمزوری دی خلکو ته د خپل مقاومت د دوام او بیرته راتګ خبرې کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، د ولسي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو له پروني رپوټ څخه هم د طالبانو د مقاومت د دوام نښې څرګندیږي .

سره له دې چې دغه رپوټ وایي، ولسي تلفات په سلو کې پنځلس کم شوي، خو بیا هم طالبان او نور وسله وال مخالفین د دغو تلفاتو د اتیا په سلو کې برخې مسول ګڼل کېږي.

په کابل کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال نیکولاس هایسم ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د تلفاتو د شمېر د کموالي معنی دا نه ده، چې افغانستان ګواکې د یوې سوله ایزې ټولنې خوا ته پرمختګ کړی او خلک له ټولنیز امنیته برخمنه شوې ده او دا هم نه څرګندوي چې وسله والو مخالفینو به د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره کوښښ کړی وي.

د دغو تلفاتو د کموالي یو لامل کېدای شي دا وي، چې تیر ژمی ډیر سوړ او اوږد وو، چې د وسله والو مخالفینو بریدونه یي تر ډیره حده وځنډول او بل دا چې ایتلافي ځواکونو خپل هوایي بریدونه کم کړي او د شپې په بریدونو کې ډیر پام کوي چې ولسي خلکو ته تاوان ونه رسیږي.

خو د ملګروملتونو رپوټ سره له دې چې په مجموع کې د ولسي خلکو د تلفاتو د کموالي خبره کوي د اندیښنې وړ یوه بله نتیجه ګیري یي وایي، چې په افغانستان کې هدفمند بریدونه په تیرو شپږو میاشتو کې نسبت تیر کال ته ۵۳ فیصده زیات شوی دی.

رپوټ وایي، چې د تیرې جنوری میاشتې څخه تر جون میاشتې پورې د هدفمندی وژنې ۲۵۵ بریدونه په افغانستان کې شوي دي.
XS
SM
MD
LG