د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۵

نا امني او اداري فساد د افغان سوداګرو پر کاروبار ناوړه اغیزه کړې


په افغانستان کي د تعمیراتي موادو پلورونکي وايي، چې د تیرو دوو کلونو په پرتله یې کاروبار ډیر کم شوی دی.

دوی وايي، په هېواد کې روانې نا امنۍ، د بهرنیو ځواکونو وتل او اداري فساد هغه درې مهم ټکي دي، چې خلک یې اندېښمن کړي او کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

د ساختماني موادو پلورونکي شرکتونه وايي، د 2014 کال په رانژدې کېدو سره، چې بهرنیان له افغانستان وزي د دوی کاروبار ورسره اغېزمن سوی دی.

دغه شرکتونه وايي، د تیرو دوو کلونو په پرتله یې کاروبار ۵۰ سلنه کم شوی او روانې نا امنۍ او اداري فساد یې د کاروبار د خرابېدو نور لاملونه دي.

د څو شرکتونو مسوولینو ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان حکومت باید د امنیت د ټینګښت لپاره تر پخوا ډیر کار وکړي او نړیواله ټولنه دي هم خپلي مرستي د افغان حکومت له لاري ولګوي.

د راپورونو له مخي په تیرو څه باندي یوولسو کلونو کي په افغانستان کي د بیارغوني کارونه سوي خو ددې تر څنګ اوس مهال د کابل تر څنګ په ځینو نورو ولایتونو کي همدا اوس د لسګونو لوړو ودانۍ او پروژو کارونه ولاړ دي او یا له ځنډ سره مخ دي.

په وروستیو کي واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د امریکا د دولت له خولې ولي، چې د 2014 کال تر پایه به په افغانستان کي ډیري اساسي پروژې بشپړي نه شي.

په دغه راپور کي ویل سوي، چې د بیارغوني ډیري پیسې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره لګول سوي

په افغانستان کي د پانګوالو څخه د ملاتړ اداره هم د ساختماني موادو د پلورونکو شرکتونو اندېښنې تائیدوي، خو وايي په وروستیو کي نړیوالو د خپلو اوږدمهالو مرستو ډاډ افغانستان ته ورکړی او ستونزي به پیدا نه سي.

د دې ادارې رییس وفي الله افتخار ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو شرکتونو له استازو سره به ډیر ژر د سلا مشورې یوه غونډه جوړه کړي.

″موږ په نږدې راتلونکي کې د ساختماني شرکتونو له اتحادیې سره یوه مشورتي غونډه جوړوو. کوښښ کوو، چې د دوی ټول مشکلات، انتقادات او وړاندېزونه واورو او په برخه کې یې عاجل اقدامات وکړو.″

د طالبانو د واکمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته امریکا او نورو نړیوالو ملګرو هیوادونو یې له افغانستان سره په میلیارډونو ډالرو مرستي وکړې، چې د دې هیواد د ابادولو لپاره ولګول سي.

ددغو مرستو له برکته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د پام وړ ساختماني کارونه هم وشول.

خو اوس له یوې خوا ددغو مرستو د کمیدو او له بلې خوا د انتقال له پروسې سره سم د ناامنیو په اړه د اندیښنو له ډيریدو سره دا هم ویل کیږي، چې ښايي په هیواد کې د بیارغونې او ساختماني کارونه اغیزمن شي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG