د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۶

"افغانان د ترهګرۍ په پيښو کې هیڅ ډول لاس نه لري"


د خیبر پښتونخوا د ټولو زندانونو عمومي قوماندان وايي، افغانان د ترهګرۍ په پيښو کې هیڅ ډول لاس نه لري.

د پيښور د مرکزي زندان قوماندان خالد عباس چې د پښتونخوا د ټولو زندانونو عمومي قوماندان هم دی له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، دا مهال د پښتونخوا په زندانونو کې له اتو سوو تر زرو پورې افغانان بندیان دي، خو ويې ویل چې په دې ډله کې هیڅ یو يې په ترهګرۍ کې په لاس لرلو نه دی تورن.

د چهارشنبې په ورځ په پيښور کې د افغانستان د کډوالو چارو رئيس مصري خان مومند، افغان ډيپلوماتانو حاجي معراج الدین بهسودوال، ښاغلي نیازي او شمس الرحمان رښتین د پيښور په مرکزي زندان کې له افغان بندیانو سره وکتل او د هغوي له حاله يې ځان خبر کړ.

د دې ملاقات په پای کې دواړه لوري پردې صلا شول چې د هر زنداني خپلوان که په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد ونه لري نو کولای شي د مهاجرینو ریاست له لوري د تائيد پاڼې په ترلاسه کولو سره له خپل بندي سره وګوري.



هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:18 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG