په امریکا کې د کارپوهانو د یوه مرکز په تازه رپوټ کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د وسله والو تر ټولو خطرناکه شبکه، د حقاني ډله د خپلو عملیاتو د تمویل لپاره مافیا ته ورته فعالیت کوي.
په رپوټ کې څرګنده شوې، چې د حقاني شبکه د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره په اخاذي(له خلکو په زور پيسو اخیستلو)، اختطاف، قاچاق او د قانوني تجارتي معاملو سره په ارتباط اتکا کوي.
د حقاني د وسله والې ډلې د فعالیتونو په اړه دا رپوټ په نیویارک کې خپور شوی دی.
په رپوټ کې راغلي، چې د حقاني شبکه د تمویل له دې سیسټم څخه دومره ګټه تر لاسه کوي، چې چلول یې د دوي لپاره د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په څير، په یوه هدف بدل شوی دی.
د حقاني شبکې د پيسو دا جریان تر ډیره حده په افغانستان د روان کړکیچ له امله پر موجودې بې ثباتۍ او بې قانونۍ ولاړ دی.
دا مسله د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې له جنجال سره مخامخ کولای شي.
دا تازه رپوټ د افغان، غربي او پاکستاني چارواکو د مرکو، په افغانستان کې د ترلاسه شویو اسنادو او د حقاني د شبکې د فعالیت په سیمو کې له خلکو سره د خبرو پر بنا خپور شوی دی، په رپوټ کې ویل شوي:
"سره له دې، چې ستر خطر موجود دی خو په جګړه کې ژوند ډير سودمند دی.
د جګړې پای ته رسیدل به هر حال کې د قدرت او سرمایې د کمیدو سبب شي."
امریکايي دیپلومات ریچرد اولسن، چې د اسلام اباد لپاره د واشنګټن استازی نومول شوی، د سې شنبې په ورځ د سنا په غونډه کې وویل، چې د ده ترټولو بیړنۍ مسولیت به د حقاني شبکې بندولو ته د اسلام اباد قانع کول وي.
د حقاني د شبکې مشر جلال الدین حقاني، د خپل مالي ملاتړ د دې سیسټم بنسټ څو لسیزې مخکې ایښې دی.
د شوروي د یرغل په کلونو کې د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتو د ادارې په پيسو او د وسلو په مرستو متکي وه.
د شوروي د سقوط سره سم، د بهرنیو هېوادونو مرستې په بې سارې ډول کمې شوې او د حقاني شبکه دې ته اړه شوه، چې د ځان د تمویل لپاره نوې منابع ولټوي.
د اسوشیتد پریس په حواله، د طالبانو په رژیم کې حقاني د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر شو، چې د مخدرو موادو او نورو قاچاقي فعالیتونه په وسیله یې د پيسو د ترلاسه کولو لاره ورته خلاصه کړه.
د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته د حقاني شبکې پاکستان ته کډه وکړه، هلته یې له خپلو عرب مرسته کونکو سره روابط ټینګ کړل او د دې شبکې عمده غړو په پرله پسې ډول د خلیج هېوادونو ته سفرونه کول.
دې ډلې په عین حال کې په غیر قانوني فعالیتونو او د سیمه ایزو شتنمو خلکو په تښتولو اتکا کوله، په رپوټ کې د سیمې د خلکو په حواله راغلي:
"په هغو سیمو کې، چې د حقاني شبکه فعالیت لري، د دې ډلې له اجازې او ګټې له ورکولو پرته، هیڅ ډول تجارتي فعالیت او پانګونه امکان نه لري."
دا رپوټ وایي، چې د حقاني شبکې بله غوره عایداتي منبع په افغانستان او پاکستان کې د ناټو او نورو بهرنیو مرسته کونکو ادارو پروژې دي.
دا نه ده څرګنده، چې د حقاني شبکه به له دې لارې په دقیق ډول څومره پيسې تر لاسه کوي، خو ګڼو سرچېنو ویلي، چې له خلکو څخه په زور د پيسو اخیستل د دوي د عایداتو یوه ښه منبع ده.
د رپوټ په حواله، دا کار په سیمه کې د خلکو د پاریدو او مخالفت د پيدا کیدوسبب هم ګرځيدلای شي.
په رپوټ کې وړاندیز شوی، چې د دې شبکې د له منځه وړلو لپاره ښه لاره د دې، د مالي سیسټم په نښه کول دي.