په کابل کې یوې میرمنې په مخدرو موادو د روږدو د درملنې تکل کړی، خو وایي حکومتي ارګانونو ورسره هیڅ مرسته نه ده کړې.
دا میرمن لیلا نومیږي، لس میاشتې کېږي چې هېواد ته ستنه شوې دا وایي، تر اوسه یې د کابو څلورسوو روږدو درملنه کړې ده.
لیلا په ایران کې ډیری ناخوالی او کړاوونه ګاللي او له ګڼو ګیلو او دردوونکو یادونو سره کابل ته راغلی.
دا میرمن چې اوس څلور دیرش کلنه ده، د کورني دود او دستور له مخې په دولس کلنۍ کې يي واده او کال وروسته د زوی مور کېږي.
د دې میرمن نوم لیلا او تخلص حیدري دی، درې دیرش کاله په ایران کې اوسیدلی او شاوخوا یوولس میاشتې کېږي چې افغانستان ته ستنه شوې ده.
لیلا حیدري وایي، په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې د ایراني چارواکو د ډول ډول تیریو شاهده ده.
افغاني میني او بشري احساس اړ ایستې چې د زړه ټوټې« درې ماشومان» پریږدي او په یوویشت کلنی کې له میړه جلا شي.
کله چې ایراني چارواکو د اصفهان په ښار کې د افغان کډوالو کورونه او جونګړې ورانولې، دې دا عمل غنده او د اعتراض کوونکو په ډله کې ودریدله.
لیلا د همدغو اعتراضونو له امله د اوین په زندان کې بندي شوه.
لیلا وایي، پولیسو ځیني لاس نه اخیست، د دې کور یي ور تالاشي کړ او پرته له علمي او روښانفکرۍ له کتابونو یي نور څه ونه موندل.
دا وایي، همدغه کتابونه سبب شول چې ایراني سخت دریځه مذهبیان پرې د«مرتدې » داغ ولګوي.
«د اصفهان په فلاورجان کې خلکو د افغانانو کورونه وسوزول، په نجونو یي تیری وکړ او کابو سل تنه یي ټپیان کړل، ایراني رسنیو دا خبر خپور نه کړ، زه د نورو اعتراض کوونکو سره د ملګروملتو دفتر لاړم، خو بالاخره سخت دریځو ایراني مذهبیانو زمامیړه مجبور کړ، میرمن دې مرتده شوې او باید طلاق ورکړې»
لیلا ژاړي او دا مني چې خپلو بچو ته مهربانه مور ثابته نه شوه، خو د نیکې او انسانیت له منبع ورسره غږیږي:
«یوه ښځه کولای شي ښه مور شي او هم کولای شي یو ښه انسان شي.
زه ممکن خپلو بچو ته کامیابه مورنه وم، خو هغوي ته د کامیابی یوه نښه کېدای شم.»
لیلا زیاتوي، په ایران کې یي هغو افغان بیوزلو ماشومانو ته چې « په ایراني ښوونځیو کې یي د شاملیدو حق نه درلود» ښوونځی جوړ کړی و:
«ما افغان بیوزلو ماشومانو د لومړي ځل لپاره په ایران کې یو غیر انتفاعي ښوونځی جوړ کړ او بیوزلي مې په کې په زده کړو بوخت کړل.»
لیلا له میړه څخه د جلا کېدو وروسته شپږکاله یوازې و اوسیده او بیا یي دوهم واده وکړ.
لیلا زیاتوي، د بشري حقونو په فلمي فستیوال کې د دې فعاله برخه، د دې سبب شوه چې دوهم واده یي هم بې نیتجې شي.
کابل ښار او په تیره د ښار«پل سوخته » ته د دې ستنیدل، یو بل باب دی چې د دې په ژوند کې پرانیستل کېږي:
«ما افغانستان ته یو سفر درلود، د بشر د حقونو د فلمونو په فیستوال کې مې برخه اخیستې وه، په پل سوخته کې مې معتادین وکتل او د دوي درملنې ته مې اراده وکړه، په لومړي سر کې مې شپږویشت معتادین چمتو کړل چې درملنه یي وشي.»
لیلا په کابل کې پاتې شوه او اراده یي وکړه، چې د دې سیمې په مخدرو موادو روږدو ته د درملنې یو ځانګړی ځای پرانیزي.
لیلا وایي، ناخوالو یي دلته هم لمنه پرې نه ښودله:
«د سیمې وکېل، عادي خلک او داسې نور راباندې راټول شول، ستونزې يي راته جوړی کړې، د پولیسو حوزه یي خبره کړې چې په دی کور کې یوه ښځه د لسګونو نارینه سره اوسیږي، د حوزه امر راغی، سپکې سپورې راته وکړې.»
لیلا وایي، په لومړي سر کې، په پل سوخته کې د روږدو وضیعت و ډاروله خو هڅه یي وکړه، چې یو شمېر روږدي درملنې ته رامات کړي، لیلا د روږدو د درملنې په هکله وایي:
«لومړی شرط یی دا دی، چې ناروغ وغواړي چې درملنه یي وشي، په کمپ کې ورباندې مخدرمواد بندوو، سپورت پرې کوو، ناروغ ورو ورو په خوراک راځي او د دې ترڅنګ ورسره عاطفي کارونه هم کوو.»
د لیلا له خولې په ایران کې ډیر افغان زلمیان په مخدورموادو روږدي شوي دي، درې میاشتې کېږي چې لیلا په کابل کې د « تاج بیګم » په نوم یو رستورانت هم پرانیستی او غواړي چې له عوایدو ېې، د روږدو درملنه جاري وساتي.
د دې له قوله، د رستورانت اکثره کارکوونکې یي هغه کسان دي چې پخوا تر دې په مخدرو موادو روږدي وو او له درملنې وروسته رغیدلي دي:
« په دې وروستیو کې مې یو رستورانټ جوړ کړ، چې عواید یې د روږدو په درملنه لګوم، هیڅ دولتي یا غیر دولتي ارګان راسره مرسته نه ده کړې.»
لیلا د افغان نارینه و په نسبت، نجونو ته زیاته اندیښمنه ده او وایي، ډیرې نجونې او ښځې شته چې په دغه مرګوني رنځ اخته دي.
لیلا د کابل ښار په یوه سیمه کې د روږدو درملنې ته یو کرایي کور نیولی او د« کمپ مادر» په نوم یي نومولې دی.
په کمپ کې میشت ناروغان لیلا ته، د « مور» غږ کوي.
د دې کور د معلوماتو له مخې په تیرو کابو لسو میاشتو کې په دې کمپ کې د څه باندې« درې سوه پنځوسو » روږدو درملنه شوې ده.
د دې لپاره چې د لیلا فعالیتونه قانوني بڼه ولري، د«زنده ګی زیبا » په نوم یي یوه موسسه هم فعاله کړې ده.
لیلا وایي، سره له دې چې، رنځونه، کړاوونه، ستونزې او ناخوالې شته خو، بیا هم ژوند یوه ډیره ښکلې مرحله ده.
راپور: خان محمد سیند