د پاکستان په لرې پرته قبائلي سیمه شمالي وزیرستان کې دولتي مسوولین وايي د بې پيلوټه الوتکو په تازه برید کې څو تنه تندلاري جنګيالي ووژل شول.
د راپورونو له مخې دغو الوتکو پرون مازیګر د ددغې قبائلي اجنسۍ په خوشالي سیمه کې پر یوه کور شپږ توغندي وتوغول.
ځايي دولتي مسوولین په دې حمله کې د پينځو تنو وسله والو د وژل کیدا راپور ورکوي خو ناتائید شوي راپورونه بیا اصل شمیره اووه تنه ښيي.
یوه ځايي دولتي مقام، چې نه يې غوښتل هويت يې په ډاګه شي وویل، بې پيلوټه الوتکو د یکشنبې په ورځ پر سیمه ييز وخت د مازیګر پر څلور نیمو بجو میر علي ته نژدې په خوشالي سیمه کې پر یوه کور شپږ توغندي وتوغول.
دغه سرچینه ادعا کوي، چې په دې حمله کې پینځه تنه سخت دریزي وسله وال ځای پر ځای ووژل شول او په نښه شوی کور په بشپړه توګه له منځه ولاړ.
خبرځای د په نښه شویو د هویت په باب بې خبري وښوده خو ويې ویل ګومان کیږي چې پاکستاني طالبان وي.
په عین حال کې یوې بلې باخبره سرچینې بیا له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې اصل شمیره اووه تنه وښوده او ويې ویل چې حمله پر یوه پک اپ ډوله موټر شوې.
دسرچینې د معلوماتو له مخې د وسله والو طالبانو د یوې ډلې چې حافظ ګل بهادر يې مشري کوي اووه تنه وسله وال جنګيالي په پک اپ ډوله موټر کې سپاره وو چې بې پيلوټه الوتکو پرې ناڅاپي حمله وکړه.
پاکستاني مقامات په رسمي ډول ددغو حملو په باب څه نه وايي، خو د پاکستاني مطبوعاتو د راپورونو له مخې حمله د ګلبهادر ډلې پر یوه ځايي مرکز شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې اووه تنه جنګيالي یې وژل شوي دي.
پاکستاني مطبوعات د استخباراتي سرچینو له قوله لیکي، چې د حملې پر وخت په دغه کور کې ناڅرګند شمير وسله وال دیره و او په دقیقه توګه لا نده معلومه چې پر وژل شويو سربیره څوک پکې زخمیان هم دي که نه.
ددغه مرکز په باب دا هم ویل کیږي، چې د القاعده جنګياليو هم ورته تګ راتګ کاوه.
د روژې مبارکې میاشتې له پيل راهیسې دا پر شمالي وزیرستان دویمه ورته حمله ده.
شمالي وزیرستان د پاکستان هغه لانجمنه قبائلي سیمه ده چې له کلونو راهیسې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ ناندرۍ ورباندې روانې دي.
پاکستان دغه ډول حملې پر خپله ځمکني بشپړتیا تیری ګڼي خو متحد ایالات بیا وايي، چې شمالي وزیرستان د القاعده او نورو سخت دریزو وسله والو ډول خوندي پناه ځای دی او له دې ځایه په افغانستان کې پر کورنیو وا بهرنیو ځواکونو حملې کوي او د افغانستان امنیت يې له خطر سره مخ کړی دی.
مجیب الرحمان انګار