د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۵

موسی زی: پاکستان افغان کډوال له خپلې خاورې نه شړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د په زوره را شړلو راپورونه ردوي او وايي؛ ددغو کډوالو د تدریجي وتلو په اړه د افغانستان، پاکستان او ″یو. ان. اېچ. سي ار″ ترمنځ پخوانی موافقه پر خپل ځای ده.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي هغه راپورونه رد کړل؛ چې ګواکې پاکستان غواړي، د روان میلادي کال تر پایه ټول افغان کډوال له خپلې خاورې وشړي.

ښاغلي موسی زي چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکول؛ وویل، چې پاکستاني چارواکو هم دغه راپورونه رد کړي دي.

“هغه راپورونه چې تیره اونۍ خپاره شول، چې پاکستان به د 2012 کال تر پایه افغان ګډوال مجبوري؛ چې له پاکستانه ووزي او بېرته افغانستان ته راشي، دا خبرونه غلط دي.

په تیرو دوو ورځو کې پاکستاني چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مسوولینو دا خبرونه رد کړي؛ موږ یې هر کلی او مننه کو.”


په دې وروستیو کې ځینو رسنیو د پاکستان د کډوالو چارو د وزیر شوکت الله خان له خولې ویلي وو؛ چې د پاکستان د کابینې د پرېکړي سره سم د روان میلادي کال تر پایه باید ټول افغان کډوال له پاکستانه ووزي.

تر دې پخوا هم پاکستان پرېکړه کړې وه، چې د خیبرپښتونخوا له ایالت څخه به هغه ټول افغان کډوال د می میاشتې تر ۲۵مې وباسي؛ چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خو وروسته یې دغه نېټه یوه میاشت تمدید کړه.

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې ډیر ژر به د افغان او پاکستاني لوړپوړو پوځي چارواکو ترمنځ په جلال اباد کې دوه اړخیزه غونډه جوړه شي.

ښاغلی موسی زی وايي، چې په دې غونډه کې به د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختیځو سرحدي سیمو د راکټي حملو د مخنیوي او نه تکرار په اړه خبرې وشي.

“افغانستان او پاکستان دواړو دا موافقه کړې، چې په ډېر نژدې راتلوونکي کې د دواړو هیوادونو لوړپوړي پوځي چارواکي په جلال اباد کې سره کښېني او د راکټي بریدونو د پوره مخنیوي په اړه خبرې وکړي او هغه بریدونه چې شوي د هغو څېړنه وشي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني پوځي او سرحدي چارواکو تر منځ همږغي ډیرسي او موږ وکولای شو داسي لاري چاري پیدا کړو، چې په راتلوونکي کې بیا دغه ډول بریدونه تکرار نه شي.”

د روان کال په تیرو څو میاشتو کې یو وار بیا د کونړ ولایت څو ولسوالۍ د پاکستان له خاورې په سلګونو راکټونو ویشتل شوي دي.

د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپي دي او لسګونه کورنۍ د خپلو کورنو پرېښوولو ته اړي شوي.

که څه هم د شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان له خاورې د راکټوني حملو د بندېدو خبر ورکړ؛ خو د یکشنبې په ورځ د کونړ چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې په تیرو دوو ورځو کې تر 200 ډیر راکټونه د کونړ درو ولسوالیو ته را ویشتل شوي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG