د ″سیکوریټي واچ″ په نامه انټرنیتي خپرونې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت او د سوونګ موادو په برخې کې د دې سازمان د ستونزو په اړه یوه اوږده مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:
که څه هم چې ناټو په نړۍ کې یو غښتلی پوځي سازمان دی؛ خو په عملیاتي برخو کې له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخامخ دی.
د ناټو د ۲۸ غړیو هېوادونو له ډلې څخه یوازې کاناډا او ناروې تیل صادروې او پاته ۲۶ غړي یې؛ له نورو هېوادو په خاص ډول روسیې او منځني ختیځ څخه تیل واردوي.
په دې توګه د شمالي اټلانټیک د تړون سازمان ته به ډېره ګرانه وي؛ چې د اروپا له ساحې یا چوکاټ بهر، د خپلو عملیاتو لپاره د انرژۍ رسولو ته دوام ورکړې؛ په خاص ډول د افغانستان د عملیاتو لپاره.
خپرونه لیکي، ناټو ته د ۲۰۰۳ کال آګست میاشت کې په افغانستان کې د آیساف د ماموریت مشري تر غاړې شوه او دا د دې سازمان د لښکر ایستنې په تاریخ کې تر ټولو ستر ماموریت دی.
د۲۰۱۱ کال د نومبر تر مییاشتې پورې ناټو ځواکونو په افغانستان کې په ورځ کې یو اعشاریه ۸ میلونه ګیلنه تیل مصرفول. د دې تیلو په سلو کې ۹۹ برخه د پاکستان له لارې افغانستان ته رسیدله.
خپرونه زیاتوي، د پاکستان ټرانزیټي لار هم د ۲۰۱۱ کال نومبر میاشت کې د پاکستانې عسکرو د وژل کېدو وروسته بنده شوه.
ناټو د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ میاشت کې د شمال اکمالاتي لار فعاله کړې، خو دا لار په بالتیک کې د لاتویا له بندر څخه د روسیې او قزاقستان له لارې افغانستان ته غزیدلې او د اورګاډې یا ریل ۳۲۱۲ مایله اوږده لار ده.
سکوریټي واچ زیاتوي، د ناټو خوشبختې دا ده، چې د روسیې فدراسیون یې په افغانستان کې د ماموریت ملاتړ کوي. د روان کال د جون په ۲۹ مه روسیې، ناټو ته د ځمکني او هوایي ټرانزیټ لار هم ورکړه، خو د دې تر شا د مسکو او ناټو تر منځ سیاسي معاملې هم تړلې دي.
خپرونه د تیلو اړتیاو او د ناټو د غړیو هېوادونو د اقتصادي وضعې په اړه له څرګندونو وروسته لیکي:
دا چې د انرژۍ ستونزه د ناټو د یوشمېر غړیو هیوادونو اقتصاد له ګواښ سره مخامخ کوي، په دې توګه به د دې سازمان غړي په منځني ختیځ، جنوبي آسیا او نورو برخو کې له عملیاتو سره زیاته لیوالیتا ونه لري.
په دې ډله کې د مرکزي او ختیځې اروپا هیوادونه دي، چې له دغو ستونزمنو سيمو څخه د تیلو وارداتو ته اړ دي. امریکا هم د لاتینې امریکا تیلو ته اړه ده .
له ۲۰۰۸ کال راهیسي چې د لویدیځو هېوادونو اقتصاد له رکود سره مخامخ دی، د ناټو زیات شمېر غړي هیوادونه به د دې سازمان د لرغونې چوکاټ بهر، په نورو هېوادونو کې له عملیاتو سره لیوالتیا ونه لري.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په غټ سر لیک کې لیکلي: ″افغان لوبغاړی د اولمپیک د سوله یېزې جګړې سمبول دی″
ورځپاڼې د روح الله نیکپا په اړه یو مضمون لیکلی او په نړیوالو سیالیو کې یې د ټیکوانډو په سیالیو کې د هغه بری د افغانستان لپاره ویاړ بللی دی.
ورځپاڼه لیکي، د اګست په اتمه چې کله نیکپا د لندن په اولمپیک کې د ټیکوانډو سیالیو ته داخلیږي، دی به یو عادی افغان لوبغاړې نه، بلکې د پیژندل شوي مډال ګټونکي په صفت د سیالیو ډګر ته ودانګږي.
د ورځپاڼې په باور، نیکپا هیله من دی، دا ځل د سرو زرو مډال تر لاسه کړي.