د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

"دیني عالمان دې د ګوزڼ د ناروغی په مخنیوي کې مرسته وکړي"


د افغانستان او پاکستان روغتیایي چارواکو په خپلو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره په یوې ګډې هڅې کې له دیني عالمانو وغوښتل، چې د دې ناروغۍ د واکسین د اهمیت په اړه د خلکو په پوهولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ډاکټر ثریا دلیل د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې د ګوزڼ واکسین راتلونکی پړاو به په یوه وخت د سنبلې او میزان په میاشتو کې په دواړو هېوادونو کې عملي شي.

میرمن دلیل وویل، چې په دواړو هېوادونو کې په یوه وخت د واکسین تطبیق کولای شي د دغې ناروغۍ د خپریدو په مخنیوي کې ډیر ګټور تمام شي:

(پولیو واکسین افغان ماشومانو ته له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي تعلقاتو پرته ورکول کیږي.

موږ ته د افغانستان هر ماشوم ارزښت لري او په دې برخه کې زمونږ ژمنې ملي دي.

پولیو په افغانستان کې مهار شوې خو ریښه یې له منځه نه ده تللې، هغه ماشومان په دې ناروغۍ اخته کیږي چې د هیواد په لرو پرتو، ناامنه او محرومو سیمو کې ژوند کوي.)

نوموړې زیاته کړه، چې د ګوزڼ واکسین به د دریو ورځو په موده کې څه باندې اته میلیونه ماشومانوته په افغانستان او څه باندې درې دیرش میلونه ماشومانو ته په پاکستان کې ورکول شي.

پولیو یا د ماشومانو فلجیدل یوه خطرناکه ناروغي ده چې د خولې او غاېطه موادو له لارې یې د خپرید امکان شته.

د پاکستان د صدراعظم سلاکاره او د پولیو یا ګوزڼ د له منځه وړو ځانګړې استازې بیګم شهناز وزیرعلي ددې ناروغۍ په له منځه وړو کې د ددواړو هیوادونو په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ:

(مونږ دپولیو د له منځه وړلو په برخه کې ډیرې نږدې همکارۍ ته سترګې په لاره یو، ترڅو هغه یومیلون ماشومان چې هرکال د داوړو هیوادونو په سرحد کې تګ راتګ کوي، د واکسین په وسیله له دې ناروغۍ څخه وژغورو.)

روغتیاوزارت د معلوماتو له مخې د جولای میاشتې ترپنځلسمې نیټې پورې په افغانستان کې د پولیو پنځلس مثبتې پیښې ثبت شوي چې په پاکستان کې یې بیا شمیر پنځه ویشتو ته رسیدلی دی.

د راپورونو له مخې د پولیو پیښې ترډیره په افغانستان، پاکستان او نایجریا هیوادونو کې رامنځ ته کیږي.

د عامې روغتیا وزارت وایي په ځینو لرو پرتو سیمو کې روانه ناامني ددې سبب شوې چې د پولیو واکسین په ښه توګه تطبیق نه شي.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG