د افغانستان د دفاع وزارت تمه لري، چې بریتانیا به په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د یوې پوځي اکاډمۍ د جوړیدو کار پیل کړي.
د دې اکاډمۍ د جوړیدو موافقه لیک د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي او د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون تر منځ لاسلیک شو.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي، چې بریتانیا په مرسته په نوې جوړیدونکې پوځي اکادمۍ کې به د ملي اردو افسرانو ته د انجینیري، توپچي، پیاده، مخابره، زره او کشف په برخو کې روزنه ورکول کیږي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په مرکه کې د دې اکاډمي جوړل یو ګټور ګام وباله او ویې ویل؛ چې په دې اکاډمي کې به د ملي اردو ځواکونه په مسلکي توګه وروزل شي.
″دا ډیپلوم به په ډیره لوړه کچه وي، دا به یو علمي سند وي، چې دوی ته ورکول کیږي. دا به په افغانستان کې زموږ د نظامي اکاډمي تر څنګ یوه بله اکاډمي وي او زموږ د ملي اردو لپاره به مسلکي او روزل شوي افسران روزي.
دوی به په بلابیلو برخو کې وروزل شي او بیا به د خدمت لپاره اردو ته لیږل کیږي.″
د دې پوځي اکاډمۍ د جوړیدو په هکله د تیرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د بریتانیا صدراعظم تر منځ موافقه لاسلیک شوه.
د دې موافقې په متن کې بریتانیا ژمنه کړې، چې د خپل هوايي ځواک او د همکارو هیوادونو یو شمېر پوځي پرسونل، په پوځي اکاډمۍ کې د افغان افسرانو د روزنې او مشورې ورکولو لپاره ګماري.
د موافقه لیک له مخې د دې پرسونل شمېر او نور شرایطو د دواړو خواوو له خوا ټاکل کیږي.
بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی وايي؛ ښايي له دوو نه تر دریو سوو بهرني روزونکي په دې اکاډمۍ کې په روزنه بوخت شي.
ښاغلي موسی زي د موافقه لیک د نورو جزیاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
″کله چې ولسمشر حامد کرزي د بریتانیې له صدراعظم د افغانستان او بریتانیا تر منځ د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کاوه؛ د بریتانیې هیواد په همدې سند کې دا ژمنه وکړه، چې د نورو مرستو تر څنګ به د افغانستان د ملي اردو د افسرانو لپاره یوه نوې اکاډمي د کابل د قرغې په سیمه کې جوړوي.
د دې اکاډمۍ د استادانو او د روزونکو د تربیې لپاره او د ظرفیتونو د لوړولو لپاره دوی ژمنه وکړه؛ چې دوی به یو شمېر برتانیوي مسلکي او نظامي استادان په دې اکاډمۍ کې په دندو وګماري.″
په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمیر کارپوهان ټینګار کوي؛ چې باید په دې اکاډمۍ د زده کوونکو په نیولو کې له پوره دقت نه کار واخیستل شي.
د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وایي، چې باید په دې اکاډمۍ کې هغه کسان ونیول شي، چې د زده کړې کچه یې لوړه وي.
″زما وړاندیز دا دی، چې باید د دې اکاډمۍ استادان او ټول مواد باید د انګلستان وي، ځکه پداسې اکاډمۍ کې فرقه، قل اردو او اردو مطالعه کیږي، یعنې دغه ډول درسونه په کې ویل کیږي.
او افسران چې ورته ټاکل کیږي، باید هغه افسران وي، چې د پوهې او زده کړې کچه یې لوړه وي، ځکه چې په دې کې په ډیره لوړه کچه درسونه ویل کیږي او هغه کسان چې سواد نه لري، سواد یې کم وي او یا یې تحصیلات کم وي او یا یې د تحصیل درجه ټیټه وي؛ هغه له دې اکاډمۍ نه کومه ګټه نشي اخیستی.″
د بریتانیا له خوا د پوځي اکاډمۍ جوړول په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو یوه برخه بلل کیږي؛ چې غواړي د افغان امنیتي ځواکونو ظرفیتونه لوړ شي.
ټاکل شوې چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته ټول محارب بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي او د ټول افغانستان امنیتي مسوولیتونه چې دا مهال د تجهیزاتو او کیفیت له پلوه له ستونزو سره مخامخ دي، افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.
راپور: جمیله ظریف