د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

بریتانیا د افغانستان ۸۰۰ لوټ شوي لرغوني اثاربېرته ورسپارلي


برتانیا د افغانستان څه باندې اته سوه لرغوني تاریخي اثار چې په تېرو څو لسیزو کې یا غلا شوي یا له هېواده بهر ته قاچاق شوي وو، بېرته د افغانستان ملي موزیم ته سپارلي دي.

د دې اثارو یوه برخه چې لرغونتیا یې د برونزو دورې ته رسېږي، د تېرو دوو لسیزو په کورنۍ جګړه کې لوټ شوي او ځینې نور یې له غیر قانوني کیندنو وروسته بهر ته قاچاق شوي وو.

ګومان کېږي دا به هغه تاریخي اثار وي چې په تورو بازارونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوي وو، خو د برتانوي چارواکو له خوا تر ضبط کېدو وروسته افغانستان ته سپارل کېږي.

افغانستان ته د دې اثارو د سپارلو خبره د پنجشنبې په ورځ د افغان ولسمشرحامدکرزي او د برتانیا د صدراعظم دیویدکمېرون په ګډه مطبوعاتي غونډه کې هم یاده شوه.

د برتانیا حکومت په 2009 کال کې هم، د افغانستان اړوند شاوخوا دوه زره ټوټې تاریخي اثار چې د انټرپول پولیسو او د برټش موزیم د مسلکي غړو په مرسته د لندن په هیترو هوايي ډګر کې ضبط شوي وو، افغان چارواکو ته وسپارل.
خو د افغانستان تاریخي اثار یوازې انګستان ته نه بلکې د ټولې نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته قاچاق شوي.

یاد شوي اثار چې وزن یې څه باندې دوه ټنو ته رسېږي، د جولای په پنځلسمه نېټه د برتانوي ځواکونو په مرسته په مهرولاک صندوقونو کې افغانستان ته انتقال شوي.

افغان چارواکي وايي، د دې اثارو په اړه دقیق معلومات به ډېرژر په رسمي ډول د رسنیو له لارې خلکو ته ورکړل شي.

د برتانیا دفاع وزیر فلیپ هاموند د پنجشنبې په ورځ په لندن کې څرګنده کړه چې افغانستان ته د دې تاریخي اثارو سپارل عادي حالت ته د دې هېواد بېرته ستنېدو ته د اعتماد د رایې حیثیت لري.
XS
SM
MD
LG