نژدې دوه اونۍ مخکې، د پروان ولایت په یو کلي کې په عام محضر کې د یوې افغان مېرمنې د اعدامولو زړه بوګنوونکي راپور ورکړل شو، خو دادی اوس د همدې ولایت په مرکز چارېکار ښار کې د یوې بلې ځوانې نجلې د وژنې راپور هم ورکړل شوی.
رویټرز خبري آژانس په یو راپور کې دا وژنه د پت ژغورنې په نوم د هغو وژنو لړۍ بللي چې په افغانستان کې هرکال ګڼ شمېر نجونې د هغې قرباني کېږي.
صابرې په داسې حال کې چې خپل مخ د خپلې ځوانیمرګې لور تمنا د نوي قبر پرشناخته موښه، ستاینې کولې او ویل یې، زما لورې ته یې ولې په داسې بېرحمۍ سره ووژلې.
صابره وايي، تمنا چې نوی واده یې کړی و، د پت د ژغورنې په نوم چې د افغان چارواکو په وینا په هېواد کې د ښځو په وړاندې د پراخ تشدد یوه برخه ده د دوی د یو خپلوان له خوا پلازمېنې کابل ته نژدې په پروان ولایت کې ووژل شوه.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په تېرو څلورو میاشتو کې د ښځو د قتل دوه پنځوس پېښې ثبت کړي چې دوه څلوېښت یې د پت د ژغورنې په نوم د ښځو د وژنې پېښې دي په داسې حال کې چې پروسږکال دا شمېر شل و.
په داسې حال کې چې ولسمشرحامدکرزي، په 2014 کال کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې اترې پیل کړي، ځینې فعالان او د ملي شورا غړي پر افغان حکومت تور لګوي چې افراطي طالبانو ته تسلیم شوی، خو رویټرز خبري آژانس د جمهوري ریاست د یو ویاند سیامک هروي له قوله لیکي چې وايي، افغان حکومت د ښځو د حقونو په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
هروي تاییدوي چې د ښځو په وړاندې د تشدد ناوړه پېښې شوې، خو وايي چې حکومت یې د مخنیوي لپاره تر وسې وسې اقدامات کړي.
څو ورځې مخکې د پروان ولایت په یوه کلي کې یوه مېرمن د زنا په تور په عام محضر کې په ډزو ووژل شوه چې د نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه یې وپارول. پنځلس کلنه تمنا هم همدې کلي ته نژدې وژل شوې. د تمنا مور او پلار وايي، دا د پروان په مرکز چارېکار کې د دوی کور ته نژدې نانوايي ته تللې وه خو هېڅکله راستنه نه شوه.
یوه اونۍ وروسته دوی خپله لور مړه په روغتون کې ولیدله. په هغه ویډیويي فلم کې چې د جنازې په ورځ په موبایل ټلفون اخیستل شوی، تمنا لیدل کېږي چې له زخمونو شین مخ یې په سپین کفن کې تاو دی.
صابره وايي، تمنا به تل ویل چې خپل تحصیل ته به دوام ورکوي، یوه ورځ به مهم شخصیت ترې جوړېږي او خپل کورته به د موټرو په کتار کې راځي، خو اوس هغه د خاورو تر کوټې لاندې ویده ده.
صابره وايي، تمنا د خپل تره له زوی سره په زور واده ته اړاېستل شوې وه او د مېړه په کور کې د بې اطاعتۍ په نوم او په دې خاطر چې خپله نارضایتي یې نه پټوله، وهل شوې او بیا وژل شوې ده.
رویټرز آژانس دا ادعا نه تاییدوي، خو د چاریکار پولیسو ورته ویلي چې که څه هم د عدلي طب د معایناتو د نتیجې تر راوتلو څه نشي ویلای مګر ګومان کوي چې تمنا ته به عمداً زهر ورکړل شوي وي.