پر مسلمانانو پنځه وخته لمونځ فرض دی، خو که دوی پوه نشي چې قبله کومې خواته ده، څه به کوي.
په جومات کې دقبلې لوری څرګند وي. په ځینو اسلامي هېوادونو کې کله ناکله په واټونو کې هم د قبلې لوری ښودل کېږي، خو په هرځای او ټوله نړۍ کې داسې نه ده، په تېره په غیراسلامي هېوادونو کې.
په لندن کې دېره ترک ډیزاینر داسې څراغ لرونکې مصلا جوړه کړې ده چې قبله ښيي.
د دې څراغ لرونکي مصلا مخترع په لندن کې مېشت ترک ډیزاینر سونر- اوزېنج دی.
دا مصلا داسې جوړه شوې، چې د مخې څراغ یې مکې معظمې ته له مخامخ کېدو سره سم ځلېږي.
دېټرویټ فري پرس انلاین خپرونه لیکي، اوزېنج تراوسه یوازې دوه دا ډول مصلاوې جوړې کړي چې یوه یې تېرکال د نیویارک د مډرن هنر موزیم د یو نندارتون لپاره وپېروده. دی اوس د انټرنېټ له لارې د سل زره ډالره بسپنې د راټولولو هڅه کوي څو وکولای شي چې دا مصلا په تجارتي بڼه بازار ته راوباسي.
اوزېنج وايي، تراوسه پرته له یوې نیوکې چې وايي، د دې مصلا د څراغ رڼا ډېره تېزه ده او ښايي سترګو ته زیان واړوي، په دې اړه هېڅ بله منفي تبصره نه ده شوې. خو نوموړی زیاتوي چې دا څراغ یوه بټنه لري او مړ کېداي شي.
اوزېنج خپلې اختراع ته د اي اېل سجاده یا برقي مصلا نوم ورکړی. په دې مصلا کې چې له غالۍ جوړه ده، یوه ډیجیټل قطب نما ځای پرځای شوې. دا قطب نما کله چې مکې ته مخامخ شي نو د مصلا د موقعیت له مخې له یوه کوچني کمپیوټر څخه لازم معلومات اخلي.
دېټرویټ فري پرس زیاتوي، د مصلا ټولې نه بلکې یوازې ډیزاین شوې برخې ځلېږي. اوزېنج وايي، د مصلا په هر پکسل کې د جومات بڼه چې د استانبول مشهور ابي جومات ته ورته ده ډیزاین شوې.
31 کلن اوزېنج نژدې لس کاله مخکې لندن ته ولاړ څو د صنعتي ډېزاین په برخه کې ماسټري واخلي. دی وايي چې د الوتونکې غالۍ داستانونه یې په ادبیاتو کې لوستي و.
ده همداراز د برقي ځلېدونکو شیانو ټکنالوژي هم لوستې ده چې د ځلېدونکې مصلا او ځینو نورو شیانو لکه د یوه دېوالي ساعت او د یوه تزییني پتنګ په جوړولو کې یې مرسته ورسره کړې ده.