د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د شوو مرستو ژمنې د افغانستان ستونزې نشي حلولای


د نورو مرستو ژمنه شوی، خو د افغانستان ستونزې به حل نشي کړای، دا د لندن چاپ اونیزي، اکانومیست د یوې مقالي سرلیک دی.

مجله لیکي، د توکیو په کنفرانس کې، نړېوالې ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د شپاړلس میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دا هماغوره پیسې دي، چې افغان حکومت او نړېوال بانک یې په اړه فکر کاوه، چې د دې هېواد د عوایدو او لګښتونو ترمنځ د رامنځ ته شوی خلا د ډکولو لپاره ورته اړتیا ده.

دا شپاړلس میلیارده سربیره پرهغو پیسو ورکولو کیږي، چې د افغان پولیسو او پوځ لپاره ژمنه شوې ده.

د مجلې په حواله ځیني ژمنې له دې ډلې د انتخاباتو په مهال د متحد ایالاتو ژمنې پیچلې دي او د دې پیسو ځینې برخې ښایې د نويو ژمنو په اساس نه وي، خو ډیر افغان چارواکي په دې اند دي چې دا اقتصادي ژمنې لکه د هغې ستراتیژیکې موافقې چې د اپریل په میاشت کې له امریکا سره لاسلیک شوه دا ښیې چې افغانستان وروسته له دوه زره څوارلسم کال څخه نه هیریږي.

هغو هېوادونو چې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو ژمنه کړې ده وايي، په توکیو کنفرانس کې د مرستو انګیزه دا وه چې تر دې دمخه په نولس سوه نویم کال کې شوي تیروتنې بیا تکرار نشي.

دا هغه وخت وو، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه وشوه او د طالبانو رامنځ ته کیدو ته یې لار هواره کړه، خو پوښتنه دا ده چې دا نړېوالې مرستې به په سمه توګه ولګیږي او کنه ؟ په اوږد مهال کې به د اقتصادي مرستو لپاره پر بهرنیانو د افغانانو اتکا کمه شي او که څنګه ؟

اکانومیست لیکي، د نړېوال بانک د تحلیل له مخې د دوه زره یوولسم میلادي کال د سپتمبر تر دیرشمې پورې افغانستان ته بهرنۍ مرستې د دې هېواد د ټولو کورنیو ناخالصو عوایدو په اندازه وې.

نړېوال بانک زیاتوي له دوه زره دوهم میلادي کال راهیسي افغانستان ته شاوخوا پینځه پنځوس میلیارده ډالره ورغلي، خو ملیاردونه ډالره بیا نړېوالو متخصیصینو ته د تنخوا او نړېوالو قراردادنو په نوم بیرته له افغانستان بهر وتلې دي.

د نړېوال بانک د اټکل له مخې په هغو پروژو کې چې له بهرنیو قراردادونو څخه په کې کار اخیستل کیږي یواځې په سلو کې لس تر پینځه ویشت دننه په افغانستان لګیږي دا په داسې حال کې ده چې ډیره اندازه یې خوړل کیږي.

د توکیو د کنفرانس تر څنګ مدني ټولنې له افغانستانه وغوښتل، چې د اداري فساد څخه د مخنیوي په مقصد پر مرستو جدي او سخت شرایط وضع کړي او په عین حال کې دې دا تضمین وشي، چې د افغانستان لس کلن ټولنیز پرمختګونه به له طالبانو سره د سولې له سره ځار نشي.

افغان حکومت او مرسته کونکي هېوادونه دواړه په دې پوهیږي چې افغانستان به هله بهرینو مرستو ته اړتیا ونه لري چې خپل اقتصاد ته پراختیا ورکړي او پیاوړي یې کړي.

لنډه دا چې افغانستان نشي کولای چې تر ابده پر نړېوالو مرستو تکیه وکړي.

افغانستان پانګونو ته اړتیا لري او پانګونه بیا د امنیت غوښتونکې ده.
XS
SM
MD
LG