د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۸

د نشه یي توکیو د روږدو د ټولولو او درملنې کمپاین پیل شو


په نشه یې توکیو د روږدو کسانو د درملنې په هدف په کابل ښارکې د یوه کمپاین په ترڅ کې لسګونه تنه روږدي کسان راټول او د درملنې مرکز ته ولیږدول شول.

دغه معتادان د چهارشنبې په ورځ په خپله خوښه د کابل ښار د پل آرتل، میوند واټ او د پل خشتي له سیمو څخه را ټول او د جنګلک د روږدو کسانو د درملنې دوه سوه بستریز مرکز ته ولیږدول شول.

د عامې ورغتیا وزارت د مخدرو موادو د تقاضا د کموالي رییس ډاکټراحمد فواد عثماني د پل خشتي په سیمه کې د روږدو کسانو د را ټولولو پرمهال خبریالانوته وویل چې د معتادانو د درملنې په برخه کې له مخکې نه د دوی وړتیاوې ډیرې لوړې شويدي:

"د درملنې پروسه ډیره بریالۍ او په خپله خوښه ده، دوی ته درې وخته ډوډۍ، روغتیایی خدمتونه او چاپیریال ساتنه ډیره په پام کې نیول کیږي.

دوی ته سپورټي او نور رواني پروګرامونه هم شته او له پنځو ویشتو ورځو تر یوې نیمې میاشتې پورې په روغتون کې پاتې کیږي.

کوم ناروغان چې د عامې روغتیا وزارت لخوا تداوي شوي بیا د معتادانو په ډله کې نه لیدل کیږي."


په کابل ښارکې د تیرکال د حوت یا کب له میاشتې راهیسې په نشه یې توکیو د روږدو کسانو د را ټولولو او تداوۍ دا پنځم پړاو دی چې عملي کيږي، په دې برخه کې د عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو، د مخدرو موادو پرضد د مبارزې او د کورنیو چارو د وزارتونو یوه ګډه کمیټه کار کوي.

دا کمیټه وایی چې په کابل ښارکې ترپخوا د مخدرو موادو د روږدو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی، د دې کمیټې مسوولان وایي، چې په پل سوخته، سینما پامیر، میوند واټ، پل خشتي، باغ علی مردان او پل محمود خان سیمو کې دا معتادان سره را غونډیږي او تر ډیره د پلونو لاندې شپې او ورځې تیروي.

پرهیرویینو دوو روږدو چې په جسمي لحاظ ډیر کمزوري ښکاریدل او رنګونه یې تور اوښتي وو، آزادي راډیو ته وویل:

"۱- زما نوم سید مبین دی او یوولس کاله کیږي چې هیرویین کاروم، څلور اولادونه لرم، ولی به خوښ نه یم چې تداوي شم زه له خپل خدای نه غواړم چې جوړ شم، ولی به دلته د دې پلونو تر لاندې ناست یم.

۲- زه محمد اجمل نومیږم او پر هیرویینو معتاد یم، بله لاره نشته چې هیرویین پریږدم، اوس چې ما تداوۍ ته بیایی خوښ یم، اوه کاله کیږي چې زه هیرویین کاروم.

ماته هیرویین لیلی، نیچه یې مجنون اومعتاد له عاشق نه هم پورته دی".


د عامې روغتیا وزارت وایی چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د شوې سروې له مخې په افغانستان کې نهه لکه تنه په مخدرو موادو روږدي دي چې کابو درې لکه یې هیرویین کاروي.

خو ځینې نا تایید شوي راپورونه وایی چې دا شمیره اوس مهال لوړه شوې او ښایی چې په دې هیواد کې پر مخدرو موادو د معتادانو شمیر تر یو ملیون هم اوښتي وي.

د کابل اوسیدونکي وایی چې دوی د نشه یې توکیو د معتادانو له لاسه په تنګ دي او باید چې د دوی د ټولولو او درملنې لپاره هلې ځلې لا زیاتې شي:

"۱- زما نوم محمد فقیر دی، په دې سیمه کې ټول خلک د معتادانو له لاسه ستونزه لري، دخلکو مالونه ورک کیږي، له خپلو کورونوڅخه هم غلا کوي.
دا ښځې چې په سړکونو کې سوالګري کوي ترډیره د معتادانو ښځې دي چې بله لاره ورته نه ده پاتې.

د دوی واړه اولادونه غلا کوي، او د دوی شمیر ورځ تربلې زیاتیږي، همدا اوس ځینې جوړ خلک هم پکې شته چې تازه معتاد شویدي.

۲- زه فیضان بحق نومیږم او په میوند واټ کې دکان لرم، د دوی له لاسه کار نشو کولای، هرڅه چې په لاس ورشی غلا کوي یې، چې دکاندار مخې هغې خواته واړوي یو شی یې ورک وي.

دوی باید یا را ټول او تداوي شي او یاهم داسې درمل ورکړل شي چې ټول له مینځه ولاړشي".


د ګډې کمیټې مسوولان وایی چې دا مهال په کابل او ولایتونوکې پنځوس مرکزونه د نشه یې توکیو د روږدو په درملنه بوخت دي، چې کابو شل یې عامې روغتیا وزارت او دیرش یې غیرحکومتي موسسو پورې مربوط دي.

دوی وایی چې په خپله خوښه د معتادانو د درملنې لپاره یې په مرکز کابل او ولایتونو کې هڅې ګړندۍ کړي خو په دې برخه کې د موجودې لایحې له مخې نشي کولای چې پر نشه یې توکیو روږدي کسان په زوره د درملنې مرکزونو ته انتقال کړي.
XS
SM
MD
LG