د پوهنې وزارت په داسې حال کې له ټولو رسنیو وغوښتل، څو دوی سره د سواد زده کړې په برخه کې مرسته وکړي؛ چې په دې وروستیو کې د پوهنې په برخه کې امنیتي ګواښونه ډیر شوي دي.
د دغه وزارت چارواکو په همدې هدف د سې شنبې په ورځ یوه غونډه کې وویل؛ چې رسنۍ کولای شي، د سواد زده کړې د کچې د لوړولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د پوهنې وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال آصف ننګ له رسنیو وغوښتل؛ څو په خپلو خپرونو کې د سواد زده کړې په هکله هم ځینې پروګرامونه په پام کې ونیسي.
″زه د اطلاعات او کلتور له وزارت نه غواړم، چې هر کله یوې رسنۍ ته جواز ورکوي دا شرط دې ورباندې کیږدي؛ چې تعلیمي او د سواد زده کړې پرواګرامونه ولري.
دا خو څرګنده خبر ده، چې رسنۍ د سواد زده کړې په برخه کې مهم رول لوبوي.
رسنۍ چې د یوې ټولنې د سترګو، ژپې او غوږونو حیثیت لري کولای شي، چې د سواد زده کړې په برخه کې ښه رول ولوبوي.″
د پوهنې وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي؛ چې په دې وروستیو کې د پوهنې په برخه کې ګواښونه ډیر شوي دي.
سلګونه تنه نجونې په سرپل، تخار، جوزجان او خوست ولایتونو کې د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا مسمومې شوي او په یو شمیر ولایتونو کې بیا د انجونو ښوونځيو ته اور اچول شوی او یا هم تړل شوي دي.
د همدې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د پوهنې وزارت غواړي، څو د رسنیو په مرسته په هېواد کې د سواد کچه لوړه کړي.
د خبریالانو د اتحادیې مشر هم د دې مسالې په تایید سره وایي؛ چې رسنۍ کولای شي څو د خپلو خپرونو له لارې خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.
عصمت الهي وايي، چې رسنۍ باید په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.
″موږ له رسنیو نه لږ تر لږه څلور غوښتنې لرو، رسنۍ باید له سواد حیاتي سره همغږي ولري او ورسره یو لاس واوسي، ځکه دوی د هیواد اولاد ته کار کوي.
رسنۍ باید خپل اتفاق اعلان کړي.
که رسنۍ لږ تر لږه پخپلو څلورویشت ساعته خپرونو کې یواځې یو یا نیم ساعت د سواد زده کړې پروګرامونو ته ورکړي نو په خپرونو کې یې کومه ستونزه نه رامنځ ته کیږي.″
سره له دې چې د پوهنې وزارت وایي، په تیرو لسو کلونو کې د زده کوونکو د جذب او پوهنې د زمینې د مساعدولو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلي؛ خو وروستیو امنیتي ګواښونو د پوهنې برخه کې ډول دول ستونزې رامنځ ته کړي.
د یو شمېر امنیتي چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې د رامنځ ته شویو ستونزو تر شا د سیمې یو شمیر هیوادونه لاس لري.