د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۸

په ننګرهارکې د یوې نجلۍ پرې شوی سرموندل شوی


د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ د سرې کلا په سيمه کې د يوې ځوانې اتلس کلنۍ نجلۍ سر پرې کړی مړی موندل شوی دی.

دا پیښه د جولای په شپږمه نیټه رامنځته شوې، د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وویل، چې د وژل شوې نجلۍ پيژندګلوي لا نه ده شوې.

خو مړی يې د عامې روغتيا روغتون ته وړل شوی او پيښه تر څيړنې لاندې ده.

ده وویل، معلومه نه ده چې د پیښې علت څه دی، خو کیدای شي چې کورنی تاوتریخوالی یې لامل وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره اونۍ هم په کونړ ولايت کې له يوې ځوانې نجلې څخه سر پرې شوې و.
XS
SM
MD
LG