د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

له ۷میاشتو بندیز وروسته د ناټو اکمالاتي لارۍ افغانستان ته ځي


پاکستاني چارواکو ویلي، د اوو میاشتو بندیز وروسته هغو لاریو ته چې په افغانستان کې ناټو ته اکمالات لیږدوي د چارشنبې په ورځ بیرته په خپله لاره تګ پیل کړ.

پاکستان د سې شنبې په ورځ وروسته له هغې له خپلې خاورې څخه د ناټو د اکمالاتو تیریدولو ته اجازه ورکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن وروته په تیر نومبر کې د ناټو په بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو د وژل کیدو له کبله صمیمانه تسلیت ووایه .

پاکستان په تیر نومبر کې په مومندو کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو له وژل کیدو وروسته د ناټو د اکمالانو لاره تړلې وه او د خلاصولو لپاره یې شرط ايښی وو چې د امریکا متحده ایالتونه دې ورڅخه بښنه وغواړي .

د پاکستان څخه د ناټو ته د اکمالاتي لارې بندیدو ، ناټو اړ کړې وه چې د روسیې او مرکزي اسیا له لارې په ډير لګښت افغانستان ته خپل اکمالات ورسوي.
XS
SM
MD
LG