د روسیې حکومت د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ ايساف ځواک ته د وسلو، پوځي وسایلو او مهماتو د رسولو لپاره، په ځمکني ترانزیت سربېره، د هوایي انتقال اجازه هم ورکړه.
د هوایي ترانزیت دا نوي اجازه، د صدراعظم دمیتري میدودیف د جون د ۲۵ مې د هدایت یا فرمان پر اساس ورکړ شوې ده.
په دې نوي سند کې پخوانی امر یا هدایت اصلاح شوی دی. په مخکني سند کې ویل شوي وو:
“ په افغانستان کې دېره ایتلافي ځواکونو ته یوازې د فدرالي روسیي د ځمکني ترانزیت له لارې پوځي وسایل، وسلې او نور مواد لیږدول کیداي شي او دغه راز آیساف د افغانستان له اسلامي جمهوریت څخه هم مواد لیږدولاي شي”.
په نوي سند کې ځمکنی او هوایی ترانزیت دواړه ذکر شوي، د اورګاډي (ټرین) موټرو او هوایي ترانزیت پکې شامل شویدي.
د روسیې د صدراعظم میدودیف دا نوی امر یا فرمان چې د جمعې په ورځ د روسیې د حکومت په ویب پاڼې کې خپور شو وایي، د موادو او وسلو د انتقال لپاره باید یو لړ شرایط هم مراعات شي.
دا شرایط په دې ډول بیان شوي دي:
- وسلې، پوځي وسایل او نور مواد به د ترانزیتي او ګمرکې مقرراتو او د فدرالي روسیې د ګمرکې قوانینو پر اساس انتقالیږي.
- کومې وسلې چې افغانستان ته ځې، باید رسمې تصدیقونه ولري، د وسلو نوعیت او اندازه باید پکې لیکل شوي وې او د استعمال مقصد یي هم باید څرګند وي.
- ترانسپورتې وسایل به یوازې په هغه صورت کې د وسلو او پوځي مهماتو د انتقال اجازه ولري چی تصدیقونه ولري.
- د وسلو ټول انتقالات باید چې د ګمرک د چارواکو تر نظر لاندي تر سره شي.
د روسیې د حکومت په ویب پاڼې کې دغه راز ویل شوي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دي ټولو بهرنیو حکومتونو او سازمانونو ته د ترانزیت په اصولو کې د نویو بدلونونو خبر ورکړې.