نړۍ
د پاکستان په باړه کې د ماین چې ۹ تنه پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
دا پېښه د باړې په یوه بازار کې وشوه. د برید مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې سیمه کې پاکستاني طالبان وخت ناوخت پر حکومتي چارواکو او سیمه ییزو ملکیانو بریدونه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
عربستان ته د پوتین سفر؛ له ولیعهد 'محمد بن سلمان' سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به نن سعودي عربستان ته په سفر کې د هغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.
پوتین به بهر ته په دغه نادره سفر کې د تېلو د تولید، د اوپیک پلس چې روسیه یې هم غړې ده او د غزې او اوکراین د جګړو پر مسئلو خبرې وکړي.
پوتین داسې مهال د سعودي له شهزاده سره کتنه ترسره کوي چې د اپیک پلس د غړیو هېوادونو له خوا د تېلو د تولید د لاکمېدو له ژمنې سره سره په نړۍ کې د تېلو بیې لا ټیټې شوې دي.
پوتین ابوظبي ته رسېدلی چېرې چې نوموړی به د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زید النهیان سره خبرې وکړي.
له هغې وروسته به پوتین سعودي عربستان ته لاړ شي.
ولکر ترک: په غزه کې د بېرحمانه جنایتونو ډېر خطر شته

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنیر ولکر ترک نن چهارشنبې خبرداری ورکړ چې په غزه کې د بې رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې له دا ډول سرغړونو ډډه وکړي.
ترک په جینوا کې خبریالانو ته وویل، د بشرپالنې د چارو همکارانو یې په سیمه کې وضعیت د ناورین په توګه بیان کړی او زیاته کړې چې په دې شرایطو کې د بې رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته.
هغه وویل، ټولو ښکېلو خواوو او ټولو دولتونو، په ځانګړې توګه نفوذ لرونکو ته په کار ده چې باید بېړني اقدامات وکړي ترڅو د هر ډول جنایتونو مخه ونیول شي.
وروسته له هغې چې اسراییلي ځواکونه د غزې جنوبي ښارګوټي خان یونس ته ننوتل، نن چهارشنبې د اسراییلي ځواکونو او د حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله پېژني، د سختدریځو ترمنځ د سختې ځمکنۍ جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.
ترک وویل، د غزې د ۲،۲ میلیون وګړو شاوخوا ۱،۹ میلیونه یې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
هغه وویل، داسې ښکاري چې غزې ته بشري مرستې بیا داسې مهال درول شوي چې په سیمه کې د ناروغیو او لوږې د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
اوکرایني ځواکونه: د روسیې ۴۱ بېپیلوټه الوتکې مو راغورځولي

د اوکراین هوایي ځواکونه وایي، د ایران ساخت ۴۸ ډرون الوتکو چې روسیې نن سهار په اوکراین کې د څو هدفونو د په نښه کولو لپاره ترې کار اخیست، ۴۱ یې راغورځولي دي.
دغو ځواکونو نن پر ټلیګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د دښمن ۴۱ ډرون الوتکې له منځه وړې دي.
په بیان کې ویل شوي چې دغه بې پیلوټه الوتکې د مسکو له خوا د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې او د روسیې له کورسک سیمې څخه الوتې وې.
د احتمالي ځاني او مالي زیانونونو په اړه جزییات نه دي څرګند شوي.
د اسراییل پوځ د غزې په جنوب کې مهم ښارګوټی کلابند کړی

د اسراییل پوځ چې د غزې په جنوب کې مهم ښارګوټی یې کلابند کړی، د سخت دریځې حماس ډلې چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، له وسلهوالو سره جګړه کوي.
د اسراییل پوځ په روانه جګړه کې چې له پیله یې دوه میاشتې تېرېږي، د دې سیمې په سړکونو او ودانیو کې یوه تر ټولو سخته جګړه مخ ته وړي.
اسراییل په دې سیمه کې پر جګړې وروسته له هغې تمرکز کړی چې د غزې په شمالي برخه کې یې پراخ پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د دې سیمې ډېرې برخې په کنډواله بدلې شوې او نږدې دوه میلیونه خلک هم خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
پرون سې شنبې لیدل کېدل چې د اسراییلو ټانکونه، زغروالې نقلیه وسیلې او بلډوزرونه د غزې په جنوبي سیمه خان یونس سیمه کې ګرځي راګرځي.
د اوکراین ولسمشر د امریکا سنا ته خپله وینا لغوه کړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون د امریکا سنا ته خپله وینا وروسته له هغه لغوه کړه چې د اوکراین او اسراییل د جګړو لپاره د ولسمشر جوبایډن د نږدې ۱۰۶ میلیارد ډالره بودیجې په اړه بحثونه تاوده شول.
ټاکل شوې وه چې ولسمشر زیلینسکي به په داسې حال کې اوکراین په دې ساړه ژمي کې د روسیې د حملو پر وړاندې مقابلې ته تیاري نیسي، سنا ته وینا واوروي، خو ده خپله وینا هغه مهال لغوه یا کنسل کړه چې د سنا د اقلیت مشر مایکل مککونیل له خپلو ملګرو جمهوریپالو وکیلانو وغوښتل چې دا طرح رد کړي.
د بایډن ادارې په تېره اکټوبر میاشت کې له کانګرس څخه غوښتي وو چې د اوکراین او اسراییلو د جګړې او د سرحدي امنیت د ټینګولو د پلان د تمویل طرح تصویب کړي، خو د استازو جرګې چې د جمهوریپالو له خوا اداره کېږي، دا غوښتنه رد کړې ده.
ډبلیو ایف پي: له پاکستانه ايستل شويو ډېری افغانانو هر څه له لاسه ورکړي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، له پاکستانه ايستل شویو ډېری افغانانو خپل هر څه له لاسه ورکړي او په تشه ګېډه د افغانستان پولې ته رسېدلي دي.
'ډبلیو اف پي' د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۵مه، په هغه ویډیو کې چې په خپله ایکسپاڼه یې خپره کړې ویلي، سره له دې چې د پام وړ بودیجه نه لري، خو بیا هم شاوخوا دوه نیمو لکو راستنو شوو افغان کډوالو ته د بېړنیو خوراکي توکو مرستې رسولې دي.
د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو او سازمانونو د معلوماتو له مخې، د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تراوسه پورې څه باندې څلور سوه زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د تورخم او سپین بولدک له لارې ایستل شوي دي.
ګڼ دا کسان د ساړه ژمي په درشل کې د سرپناه او کاروبار له نشتوالي شکایت کوي.
پوتین اماراتو او عربستان ته سفر کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن چهارشنبه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي چې د اوپیک د تېلو تولید کمولو په اړه خبرې وکړي.
د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف د دې خبر د اعلانولو په ترڅ کې یادونه وکړه چې د اوپک د غړو او متحدینو له خوا د تېلو د تولید د کمښت عملي کول به چې تېره اوونۍ اعلان شو وخت ونیسي.
روسیه چې د تېلو یوه لویه تولیدونکې او د اوپیک له مهمو متحدینو ده، د تېلو د تولید د حد په ټاکلو کې له ایران، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره چې درې واړه د اوپیک غړي دي همکاري کوي.
اوپیک او متحدینو یې تېره اوونۍ په تولید کې نوی کمښت اعلان کړ.
په تېلو او سوداګرۍ سربېره د حماس او اسراییلو شخړه هم د پوتین او عرب مشرانو د بحثونو په اجنډا کې شامله ده.
د غیرقانوني کډوالو استول؛ بریتانیا له روانډا سره یوه معاهده لاسلیک کړه

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت روانډا ته د غیرقانوني کډوالو د استولو په اړه له دغه هېواد سره یوه معاهده لاسلیک کړه.
مخکې د بریتانیا سترې محکمې روانډا ته د پناه غوښتونکو لېږل ناقانونه بللي وو.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي سه شنبه روانډا ته د سفر پر مهال ویلي چې روانډا د کډوالو په اړه ځانګړې پاملرنه کوي او بریتانیا په ګډه ورسره کار کوي چې څنګه د غیرقانوني کډوالو نړیواله ستونزه هوارېدلی شي.
تمه ده د دې معاهدې په اساس بریتانیا هغه غیرقانوني کډوال او پناه غوښتونکي چې له بېلابېلو لارو د بریتانیا خاورې ته رسېدلي روانډا ته ولېږي او له هغه ځایه به یې بیا قضیې وڅېړي.
روانډا په ځواب کې ۱۸۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي څو د پناه غوښتونکو لپاره امکانات برابر کړي.
بریتانیا ته د افغانستان په شمول د نړۍ له وروسته پاتو هېوادونو پناه غوښتونکي د ښه ژوند په لټه ورځي او روانډا ته د دغو غیرقانني پناه غوښتونکو د استولو پرېکړې پخوا هم ګڼ دا پناه غوښتونکي اندېښمن کړي وو.
په اوکراین کې د نیپال شپږ وګړي وژل شوي

د نیپال حکومت وايي، شپږ وګړي یې چې د روسي ځواکونو په لیکو کې وو، په اوکراین کې وژل شوي دي.
د نيپال حکومت په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ پر روسیې غږ کړی چې د خپل پوځ په لیکو کې د نیپالي وګړو له استخدام څخه ډډه وکړي.
په بیان کې له روسیې څخه غوښتنه شوې څو هغه نیپالي وګړي چې اوس هم د روسیې په پوځ کې دي سمدستي نیپال ته واستوي.
بیان زیاتوي چې کتمندو اوسمهال د هغو نیپالي وګړو د آزادولو هڅه کوي چې د روسي ځواکونو په لیکو کې وو او د جګړې پرمهال د اوکرایني سرتېرو له خوا اسیران شوي دي.
ییلوا جانسن: د منځني ختیځ د کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو له لوی ګواښ سره مخ ده

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو له لوی ګواښ سره مخ ده.
ییلوا جانسن نن یوې خبري غونډې ته وویل، د اسراییلو او د حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د جګړې له کبله چې په ټولنه کې کوم ویش راغلی دی، داسې مهال چې د کرسمس جشن راروان دی په اروپايي ټولنه کې د تروریستي حملو خطر شته.
هغې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل او دفتر یې هم سمدستي په دې اړه د جزییاتو لپاره غوښتنې نه دي ځواب کړي.
اروپايي ټولنه او متحدایالات حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.
مېرمن جانسن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې راټول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ماښام د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د آیفل برج مخې ته یوه بریدکوونکي یو جرمنی سیلاني د چړې په ګوازونو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.