د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

اداري فساد د خلکو پر ژوند منفي اغیزې کړي


خلک وايي چې د اداري فساد له امله په دولتي ادارو کې د دوی کارونه ډیر ځنډول کیږي او له دې امله پوزې ته راغلي دي.

دوی څرګندوي، چې په هره دولتي اداره کې د رشوت غوښتنه کیږي او که چیرې څوک انکار وکړي د یوه وړوکي کار لپاره به هم څو ورځې منډې ترړې کوي.



په دولتي ادارو کې د فساد موجودیت سربیره پردې چې په ملي او نړیواله سطح یې د افغان حکومت باور ته زیان رسولی د عامو خلکو پر ژوند یې هم منفی اغیزې کړي.

عام خلک وايي چې په دولتي ادارو کې د رشوت له ورکولو پرته د دوی کارونه،نه ترسره کیږي او حتی رشوت اخستل په ډیرو دولتي ادارو کې په یوعادی کاربدل شویدی.

دوی آزادي راډیو ته وویل چې د تذکرې او پاسپورت په اخستلو،د برښنا د پیسو په تحویلولو،د وثیقې او قانوني اسنادو په جوړولو او حتی له ټرافیکي پیښو وروسته چې ترڅو رشوت ورنکړي کار یې نه ترسره کیږي:

"۱- زما نوم اجمل دی د کابل اوسیدونکی یم،ترډیره د بیوزلو خلکو له کارونو څخه رشتوت اخستل کیږي،د دې باید سل په سلوکې مخه ونیول شي،د ښې حکومتدارۍ لپاره د اداري فساد مخنیوی اړین دی، د فساد همدا وړې پیښې په غټو ستونزو بدلیږي.

۲- زما نوم عبدالهادي دی زمونږ د برښنا بیل پنځه دیرش زره افغانۍ راغی ماته یې ویل چې چې شپږ زره راکړه چې بیل درته کم کړم خو ما څلور زره ورکړې او بیل یې راته نهه زره ولیکه.

ټول د پیسو لپاره پلمې کوي نور هیڅ هم نشته.

۳- زه نثاراحمد نومیږم د کابل ښار د نوې کارتې اوسیدونکی یم، ما پاسپورت اخیسته چاه نه راکاوه خو په ګلبهار سنټر کې یو کس چې سیاحتي شرکت لری ماته یې د دریو سوو ډالرو په بدل کې په دوه ورځو کې پاسپورت واخست.
موږ دا غواړو چې فساد له منیځه ولاړ شي او حکومت جوړ شي".


اداري فساد او رشوت هغه ستونزې دي چې له ډیرې مودې راهیسې افغان حکومت ورسره مخامخ دی،سره له دې چې د دې شومو پدیدو پرضد د مبارزې بیلا بیلې ادارې فعالیت لري خو لاهم په ډیرو دولتي ادارو کې د قانون پرځای د رشوت او اداري فساد پراساس کارونه ترسره کیږي.

د سیاسي چارو څیړونکي هم اداري فساد او رشوت د افغان حکومت له لویو ستونزو څخه بولي او وايي چې د حکومت او خلکو ترمنځ د بې باوری او فاصلې اصلي لامل همدا دوه پدیدې دي.

د سیاسي چارو کتونکي محمد اسحاق اتمر په دې اړه د دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د رشوت او اداري فساد پرضد جدي او عملي مبارزې ته اړتیا شته:

"که فساد همداسې موجود وي،اغیزې یې پر دولت او قانون د خلکو بې باوري ده. له دې سره به ځینې کسان د خلکو شتمني لوټوي او د دولت لپاره لوی زیان دی.

دولت باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او رښتیني مبارزه ترسره کړي".


پرافغان حکومت په تیرو څو کلونو کې په دولتي ادارو کې د پراخ اداري فساد د موجودیت له امله په ملي او نړیواله سطح ډیر انتقادونه شوي،حتی ځینې دولتي چارواکي هم په اداري فساد کې ښکیل بلل شوي خو په دې برخه کې د حکومت مبارزه کمزورې ګڼل شویده.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د اداري فساد پرضد مبارزه او ښه حکومتداري د خپلو کارونو له لومړیتوبونو څخه بللې،حتی ولسمشرکرزي د تیرې پنجشبنې په ورځ د دریو واړو قواوو په ګډه غونډه کې څرګنده کړه چې اداري فساد د خلکو اصلي ستونزه ده چې باید پر وړاندې یې جدي مبارزه وشي:

" په دې خاوره کې فساد اوج ته رسیدلی دی،خلک زورونه او داسې نور ټول د افغانستان د ملت دردونه دي.

دا هغه دردونه دي چې د درملنې او اصلاح دنده یې افغان دولت لري.

که چیرې دا دردونه مو تداوي کړل افغانستان به خپلواک او پرمختللی وی او که چیرې داسې ونه شول نو ژوند په مو په عذاب وي".


ولسمشرکرزي وویل چې د ده د حکومت په پاتې دوو کلونوکې به د اداري فساد پرضد مبارزې او ښه حکومتدارۍ ته ډیره پاملرنه وشي او په دې برخه کې به هیڅ ډول بې پروايي او مصلحت په پام کې ونه نیول شي.

خو هم عام خلک او هم سیاسي کړۍ او څیړونکي وايي چې په تیرو لسو کلونو کې د حکومت لخوا د دې ستونزو حل ته جدي پام نه دی شوی او ګمان نکیږي چې په راتلونکو دوو کلونو کې هم دا وړۍ شړۍ شي.
XS
SM
MD
LG