راپورونه وايي په سوريه کې د وروستي تاوتريخوالي له کبله تر سلو زيات کسان وژل شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې ترکيه د سوريې له خوا د يوې ترکۍ جټ الوتکې د نسکورولو پېښه کم اهميته ښيي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې کېږي چې ولسمشر بشارالاسد نوې کابينه اعلان کړه چې زيات کليدي پوسټونه يې بدل شوي نه دي.
د ناټو غړي هېواد ترکيې ومنله چې يوې جنګي الوتکې يې ښايي د سوريې له هوايي قلمرو څخه سرغړونه کړې وي، په همدې حال کې دمشق ومنله چې دغه F-4 ډول الوتکه يې د جمعې په ورځ ويشتلې ده.
د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل وويل د جنګي الوتکو لپاره چې په لوړه ارتفاع کې الوتنه کوي دا ډېره د حيرانۍ وړ خبره نه ده که د کوم هېواد له سمندري پولو سرغړونه وکړي، خو ټينګار يې وکړ، چې د سوريې قلمرو ته د الوتکې دننه کېدل د بد نيت له مخې نه و:
”موږ اوس هڅه کوو، څرګنده کړو چې دغه جټ الوتکه دقيقاً چېرې نسکوره شوې. تر دې معلوماتو وروسته به ټول ضروري اقدمات وشي. که پر سمندر د الوتنې په وخت کې د دغسې الوتکو سرعت په پام کې ونيسو، د لنډې فاصلې لپاره له پولو څخه اوښتل او بيا راستنېدل، تر يوه حده عادي خبره ده”
د ترکيې او سوريې سمندري ځواکونه د نسکورې شوې الوتکې او دوه عملې په موندلو بوخت دي.
د سوريې په باب نور خبرونه بيا هم د مرګ او ژوبلې دي. د دې هېواد لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي په دغه هېواد کې پرون د تاوتريخوالي له کبله ١٠٢ کسان وژل شوي، چې دوه پر درېيمه برخه يې ملکيان دي. دغه ډله وايي د رژيم ځواکونو يوځل بيا پر ښارونو خپلې حملې زياتې کړې دي.
په بريتانيا کې دېره د بشري حقونو د څار دغه ډله وايي يوازې په ختيځ ديرالزور کې د ياغيانو پر استحکامونو په بمباريو کې ٦٩ کسان وژل شوي، په دوى کې د يوې کورنۍ شپږ غړي هم شامل دي.
دغه ډله وايي نولس سرتېري له ياغيانو سره په جګړه کې وژل شوي او په دې منځ کې څلور تنه ياغيان هم وژل شوي. د جمعې په ورځ هم په سوريه کې د ١١٦ کسانو د مړينې خبر ورکړل شوى و.
بله خوا په سياسي صحنه کې ولسمشر بشارالاسد د نوي حکومت تشکيلات اعلان کړل، خو په نوې کابينه کې د دفاع، بهرنيو چارو او کورنيو چارو وزيران نه دي بدل شوي. پر دې مسئلې هم زيات انتقادونه شوي دي.