د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۰:۱۹

افغانستان

د پکتیکا ولایتي شورا له امنیتي ځواکونو د ګواشتي تنګي د پرانیستلو هیله وکړه

د پکتیکا د ولایتي شورا غړو له امنیتي ځواکونو هیله وکړه چې ژر تر ژره د ګواشتې تنګی پرانیزي.

دا سیمه چې د وازي خوا، تېروه او وړمامۍ ولسوالي له مرکز ښرنې سره تړي، وسله والو طالبانو نیولې ده.

د پکتیکا د ولایتي شورا منشي عبدالغني پکتین ازادي راډيو ته وویل، که چیرې د ګواشتې په تنګي کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای نه شي له درو ولسوالیو به چې له پاکستان سره نژدې پرتې دي؛ خلک نورو سمیو ته په کډه کولو مجبور شي.

په پکتیکا کې امنیتي مسوولان وایي، چې ژر به د عامه نظم پولیس په سیمه کې ځای پرځای شي څو دا ستونزه هواره شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یوناما د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزې لپاره د عمل پر لور د حرکت غوښتنه کړې

په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون د ګډونوالو ګډ انځور
په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون د ګډونوالو ګډ انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په باب د رابلل شوې غونډې له برخه‌والو د دې نړیوالې ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره له پوهاوي د عمل پر لوري د حرکت غوښتنه کړې ده.

دغې ادارې نن په یه اعلامیه کې ویلي، اقلیمي بدلونونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.

د یوناما د اعلامیې له مخې، 'افغانستان د اقلیمي بدلون له اغېزو څخه د لسو تر ټولو زیانګالو او لږو چمتو هیوادونو په ډله کې دی.'

د یوناما د معلوماتو له مخې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د پرله پسې درېیم کال وچکالۍ، اقتصادي ستونزو، وروستیو ویجاړوونکو زلزلو او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړني یا بحراني وضعیت سره مخامخ دی.

په هرات کې نامعلومو وسله‌والو د دوو دیني عالمانو په ګډون ۶ کسان وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

د هرات ولایت په جبرئیل ښارګوټي کې د نامعلومو وسله‌والو د ډزو په نتیجه کې د دوو دیني عالمانو په ګډون ۶ کسان وژلي دي.

د افغانستان محلي رسنیو راپور ورکړی، په دې پېښه کې چې نن جمعه شوې درې نور کسان ټپیان شوي دي.

ځینو سرچینو ویلي، دغه کسان د جمعې تر لمانځه وروسته خپلو کورونو ته روان وو چې ورباندې حمله شوې ده.

په هرات کې د طالبانو چارواکو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ تېره جمعه د نومبر ۲۴مه په هرات کې د دوو نورو شیعه دیني عالمانو د وژل کېدو پر پېښه خواشیني ښودلې وه.

د محلي رسنیو په وینا، د رجب اخلاقي او خادم حسین په نوم دوه شیعه دیني عالمان د نومبر پر ۲۳مه د موټرسایکل سپرو کسانو له خوا ووژل.

د دغو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده

په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د طالب وسله والو د عملیاتو یو انځور. 14 February 2023
په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د طالب وسله والو د عملیاتو یو انځور. 14 February 2023

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې چې تېره شپه خپور شو، ویلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګه، په افغانستان کې فعاله ده.

په دغه راپور کې چې په ۲۰۲۲م کال کې په نړۍ کې تروریستي فعالیتونو ته کتنه شوې راغلي، د داعش د خراسان څانګې پر طالبانو او ملکي افغانانو په ځانګړي شیعه ګانو حملې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې وايي چې د داعش خراسان څانګې له پولو ها خوا په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم حملې کړي او پر غربي هېوادونو د حملو لپاره یې خپل هوډ ساتلی دی.

دغه راپور کې دغه راز د القاعده شبکې او په هغې پورې د تړلو ډلو یادونه هم شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هند په نیمه لویه وچه کې فعالې وې، خو له افغانستانه پر غربي هېوادونو د حملې ځواک یې نه درلود.

که څه هم طالبانو ویلي نه پرېږدي چې تروریستي ډلې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملې لپاره کار واخلي، خو د امریکاد بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي چې نه ده معلومه طالبان کولي شي د القاعده، تحریک طالبان پاکستان او داعش په څېر د ډلو د هغه ګواښ په وړاندې چې نورو هېوادونو یې پېښوي، مبارزه مبارزه وکړي که نه.

راپور کې طالبانو د القاعده شبکې پخواني مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړې وه چې د تېر کال په جولای میاشت کې په کابل کې د امریکا په یوه هوايي حمله کې ووژل شو.

د طالبانو حکومت لا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په باب عکس العمل نه دی ښودلی.

طالبان: بلال کریمي د چین له خوا د سفیر په توګه ومنل شو

 بلال کریمي
بلال کریمي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د چین له خوا د سفیر په توګه ومنل شو.

د طالبانو په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوی شاویونګ د بلال کریمي هرکلی کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې کریمي نن جمعه خپل باورلیک د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رییس ته وسپاره.

که څه هم د چین په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو چین، پاکستان، روسیې، ایران، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي پر تازه ارزونه بحث شوی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازي نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د کاناډا، قطر او بریتانیا د دایمي استازولیو مننه کړې چې د افغانستان په اړه یې 'د افغانستان د دوستانو ډلې' پرونۍ غونډه تنظیم کړې وه.

په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو پر تازه ارزونه بحث شوی دی.

فایق نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، د ارزونې د سپارښتنو د اجرا لپاره هر ډول فوري اقدام باید په ځانګړو شرایطو او د لارې په یوې نقشې پورې مشروط وي او د اقداماتو د یوه پروګرام له لارې مخ ته لاړ شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره چهارشنبه د تړلو دروازو تر شا په خپله خصوصي غونډه کې د سینیرلي اوغلو پر ارزونه بحث وکړ.

د فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت په باب په خپله ارزونه کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش هم تایید کړې، راتلونکي لیدلوري ته کتنه کړې ده.

دغه راپور چې څه باندې دوې اوونۍ مخکې امنیت شورا ته وړاندې شوی و، د افغانستان د اوسني بحران د حل لپاره پر 'بین الافغاني مذاکرو' او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام د لارو چارو وړاندیز کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په مارچ میاشت کې د دغه سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش څخه وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت په اړه يوه خپلواکه ارزونه وکړي او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د موجوده ننګونو د حل لپاره د یوې متحدې او همغږې نړیوالې تګلارې په اړه خپل وړاندیزونه د نومبر تر ١٧ وړاندې کړي.

د سینیرلي اوغلو ارزونه وړاندیز کوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د ټینګښت او د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره باید یو ملي بحث پیل شي.

د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ د قطر ۵۰ ټنه بشري مرسته هرات ته رسېدلې

د هرات زلزله ځپلي چې اوسمهال په خیمو کې ژوند کوي.
د هرات زلزله ځپلي چې اوسمهال په خیمو کې ژوند کوي.

هرات ولایت ته د قطر هېواد د ۵۰ ټنه بشري مرستو د رسېدو خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان محلي رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړی چې دغه مرستې د هرات د زلزله ځپلو لپاره دي چې پرون دغه ولایت ته ورسېدې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا تېره چهارشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې په هرات کې له زلزلې د شپږو اوونیو له تېرېدو وروسته بشري مرستندویه ټولنو د ۲۴۲ زره او ۴۰۰ اغېزمنو کسانو لاسنیوی کړی دی.

د هغې زورورې زلزلې د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوې چې ورپسې څو نورې زلزلې هم شوې وې.

اوچا دا هم ويلي، دغو زلزلو په مستقيم ډول شاوخوا ٢٧٥ زره کسان اغېزمن کړي دي.

د زلزلې په نتیجه کې تر ۱۵۰۰ زیات کسان مړه شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي وو.

ملګري ملتونه: بشري مرستې د میلیونونو افغانانو لپاره د ژغورنې یوه لار ده

ارشیف: د ملګرو ملتونو له لوري له اړمنو افغانانو سره د مرستې له بهیره یو انځور
ارشیف: د ملګرو ملتونو له لوري له اړمنو افغانانو سره د مرستې له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا 'یو این ډي پي' وايي، په افغانستان کې بشري مرستې د میلیونونو کسانو لپاره د ژغورنې یوه لار ده.

د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "د اتکا د دایرې ماتېدل په دې معنی دي چې موږ باید پر ځینو برخو پانګه وکړو."

د ساري په ډول دغې ادارې د خلکو اساسي بشري اړتیاوې، د خصوصي سکټور پراختیا، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، اقلیمي بدلون او نور مسایل یاد کړي، چې باید پام ورته وشي.

نړیوالو سازمانونو ویلي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بشري بحران پراخ شوی دی.

د افغانستان ازادۍ جبهې په کاپیسا کې د څلورو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کاپیسا ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کاپیسا ولایت موقعیت

د طالبانو یوه عمده مخالفه ډله، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان په خم زرګر سیمه کې تېره شپه د دوی وسله‌والو د طالبانو پر یوه پوسته حمله کړې چې وروسته په وسله‌واله نښته کې ۴ طالبان وژل شوي او ۲ تنه یې ټپیان شوي دي.

د ازادۍ جبهې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی ته یوه اندازه وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.

طالبانو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې.

د طالبانو سټنډرډ اداره: ۲۴ ټانکره بې کیفیته تېل مو بېرته ایران ته ستانه کړي

ارشیف: په زرنج کې د افغانستان او ایران سرحدي سیمه
ارشیف: په زرنج کې د افغانستان او ایران سرحدي سیمه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي چې ۲۴ ټانکره بې کیفیته تېل یې بېرته ایران ته ستانه کړي دي.

دغې ادارې پرون پنجشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، د بې کیفیته تېلو دغه ټانکرونه د دې ادارې په وینا په تېرو دوو ورځو کې د فراه له بندر بېرته ایران ته ستانه کړای شوي دي.

په دوام کې له افغان سوداګرو غوښتنه شوې چې افغانستان ته بې کیفیته تېل وارد نه کړي، که نه د سرغړونې په صورت کې ورسره قانوني چلند کېږي.

طالبان: د انفرادي حسابونو لرونکي په اوونۍ کې ۱۰۰۰ ډالره له خپل حسابه ایستلی شي

ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي بانک یوه څنډه
ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي بانک یوه څنډه

د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي، اعلان کړی چې تر دې وروسته د انفرادي حسابونو لرونکي کولی شي په اوونۍ زر دالره چې د اویازره افغانیو معادل کېږي، له خپلو حسابونو وباسي.

دغه بانک په هغه اطلاعیه کې چې پرون پنجشنبه یې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې خپره کړې ویلي، که د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لرونکي په میاشت کې یوځل د پیسو غوښتنه وکړي، نو کولی په میاشت کې شي درې زره امریکايي ډالر له خپل حساب څخه وباسي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د انفرادي حسابونو لرونکو ولای شي چې په اوونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر او په میاشت کې دوه زره امریکايي ډالر وباسي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG