د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۷

حسيني: افغان کډوال پاملرنې ته اړتيا لري


خالد حسیني چې په خپله په پنځلس کلنۍ کې له خپل هېواد څخه امریکا ته کډوال شوی، وايي دا مهال په میلونونو افغانان د هیواد څخه بهر او د ننه په خپل هیواد کې د کډوالۍ په ناسمو شرایطو کې ژوند کوي .

نوموړي د افغانستان پر فرهنګ او ورځني ژوند د دیرش کلنې جګړې د اغیزو په اړه د ازادۍ راډیو خبریال ته وویل:

(( دا اغیزې بې حسابه دي . موږ تر اوسه هم په افغانستان کې د بیلابیلو جګړو له میراثونو زوریږو . دا هیواد نن په نړۍ د غیرې افریقايي هیوادونو په ډله کې تر ټولو بې وزله هیواد دی . په نړۍ کې یې ناخالص تولید ۲۱۸ م دی او د دیرشو میلونو وګړو دا هیواد د فقر له کرښې ښکته ژوند کوي . لا هم ددې هیواد په بیلابیلو برخو کې نا امنۍ روانې دي . میلونو کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي. له دوه زرم م کال راهېسې پنځه میلونه او اوه سوه زره کسان – البته ډیر یې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په مرسته خپلې خاورې ته ستانه شوي دي . وطن ته ستانه شوي کډوال د افغانستان د ټولنې سره په مطابقت کې ډیرې ستونزې لري او ډیر کړاونه ګالي . ))

د خالد حسیني په وینا افغانستان اوږدمهال اقتصادي ودې او اوږدمهالو مرستندویه پروګرامونو ته اړتیا لري څو له دې ستونزمن پړاو څخه ووځي او په یو داسې هیواد بدل شي چې د خپل هیواد د خلکو او په ځانګړې توګه د ورستنو شویو کډوالو لپاره امن ځای و اوسي .

د ښاغلي حسیني په وینا د افغانستان خلک دا مهال تر ۲۰۱۴ کال وروسته وخت ته په ویره ګوري او دا اندېښنه ورسره ده چې د ۱۹۹۰ لسیزې وضیعت بیا رامنځ ته نه شي او کورنۍ کډوډۍ او جګړې پېښې نه شي چې په ترڅ کې یې لومړۍ د مجاهدینو او بیا د طالبانو حکومت په کابل واک چلوه . د نوموړي په وینا همدا اوس یو شمیر افغانان د شپې له خوا د پوځي عملیاتو او ولسي مرګ ژوبلې څخه رنځ وړي ، خو پرې دې سربیره هم د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وخت ته اندېښمن دي .

په تیرو لسو کلونو کې د خلکو په ژوند کې د بدلونونو اړه او دا چې له افغانستان سره د امریکا مرستې څه ډول ارزوي ؟ د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکوال خالد حسیني وویل :

((موږ میلیونونه افغانان لیدلي چې افغانستان ته ستانه شوي دي. اوس ۲۷ لکه افغانان داسې دي چې په ایران او پاکستان کې اوسي او داسې ښکاري چې هغوی خپل کور ته په ستنېدو کې زړه نا زړه دي. مهمه وجه، یقیناً نا امني ده او دا لامل له پامه نه شو غورځولی . خو خلک له دې هم باخبره دي چې په افغانستان کې د ژوند بنیادي وسایل او اسانتیاوې نه شته یا کمې دي . په ۵۷ لکه کسانو کې چې افغانستان ته ستانه شول، له ۴۰ تر ۶۰ فیصدو پورې کسان په بریا په ټولنه کې ور جذب نه شول او یا خو بیرته ایران یا پاکستان ته ولاړل او یا هم په خپل هیواد کې په دویم ځل کډوال شول ځکه چې هغوی کارونه نشي پیدا کولای، پاکو اوبو او ښوونځیو ته لاس رسی نه لري چې د ورځني ژوند تېرولو بنیادي اسانتیاوې دي. ))

حالد حسیني وايي یوازې د نړیوالې ټولنې په مرستو او د بیا رغونې په اوږدمهالو پروګرامونو کیدای شي په دې وضیعت کې بدلون راشي ، څو افغانان وکولای شي په خپل هیواد کې ارام ژوند وکړي .

خالد حسیني په دې مرکه کې په افغانستان کې د راتلونکیو اتلس میاشتو په ترڅ کې د ناامنیو د دوام اټکل وکړ او ویې ویل:

((په راتلونکې یو نیم او دوه کالونو کې زه لا هم ویره لرم چې په افغانستان کې به نا امني وي او تاو تریخوالی به زیات شي. زه فکر کوم چې په هیواد کې به سیاسي کړکیچ وي او په یو ډول د بشري مرستو پر رسونکیو ځمکه تنګه شي او مرستندویه ادارې به هغو خلکو ته د مرستو رسولو په لړ کې له لا زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شي چې مرستو ته اړتیا لري. خو نوزما هیله او زما په فکر د هر افغان هیله داده چې جګړه د وخت په تیریدو پای ته رسیږي د سولې پروسه په عملي شي او ښکیلې ډلې به د خبرو میز ته کیني . ))

د یادونې وړه ده چې خالد حسیني هغه مهال په نړیواله توګه مشهور شو چې د کایټ رنر یا کاغذ باد الوزونکې په نوم یې یو داستان ولیکه چې په کې تر جګړو مخکې او وروسته د افغانستان د حالاتو ذکر شوی دی.
XS
SM
MD
LG