د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۴

په پاکستان کې قضايي کودتاه


د پاکستان د سترې محکمې حکم ممکن د یوسف رضا ګیلانې نازک ایتلافي حکومت ړنګ نه کړاي شي، خو کمزوری او بي کابینې یي کړ.

زیات شمېر کارپوهانو تمه درلوده چې حکومت به د سترې محکمې حکم رعایت کړې او د ګیلانې پر ځای به د بل کس د ټاکنې عملیه پیل کړې او یا به هم د راتلونکې کال له انتخاباتو مخکې، په هېواد کې عمومي انتخابات وکړي.

یو شمېر کسان د سترې محکمې دا حکم په پاکستان کې د محکمو، پوځ او انتخابي حکومتونو تر منځ چې د بي ثباته کوونکو شخړو تاریخ او ثابقه لري، یو ډول قضایی کودتاه بولې.

دا شخړه په داسې حال کې رامنځ ته شوه، چې پاکستان دیوالیه کیدو ته نږدې شوی، د برښنا د کمښت له ستنونزو او دا سلامي بنسټ پالو له حملو سره لاس او ګریوان دی.

د پاکستان سترې محکمې د اپریل میاشت کې یوسف رضا ګیلانې هغه مهال محکوم کړ چې په سویس کې د خپل مشر آصف علي زرداري د ۱۹۹۰ لسېزې د ادارې فساد د دوسیې د پرانستلو امر یي پر ځاي نکړ.

د زرداری پیپلز ګوند په عمومي اسمبلې یا پارلمان کې پوره څوکۍ او ملاتړ لري او کولاي شي چې د ګیلانې پر ځاي بل صدراعظم وټاکې، خو د ایتلافې ملګرو د میندلو لپاره باید چې ډېر سازشونه وکړي.

د سه شنبې په ورځ داسي آوازې هم وې چې د نساجې یا ټیکسټایل وزیر مخدوم شهاب الدین ممکن د نوي صدراعظم په توګه رامخ ته شي.

د یوسف رضا ګیلانې ویاند قمر زمان د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د پیپلز ګوند د مشرتابه له غونډې وورسته خبریالانو ته وویل:

“زموږ ګوند سمدستې پریکړه وکړه چې له خپلو حقوقې سلا کارانو او له خپلو سیاسي متحدانو سره مشورې وکړو، دا ځکه چې مونږ په حکومت کې یوازینی ګوند نه یو.

له مشورو وروسته به زمونږ ګوند او زمونږ متحدان خپله اراده اعلان کړي”.

د پاکستان د سترې محکمې د سه شنبې د ورځې د حکم په اړه مختلف غبرګونونه څرګند شویدی. یو شمېرکسان دا پرځاي کار بولې او وایي، د ګیلانې لري کیدل د هیواد په ګټه دي.

د اسلام اباد یو اوسیدونکی محمد اشرف وایي:

“دا په هیواد کې د موجودو شرایطو پر اساس، د ملک په ګټه کار دی. د یوسف رضا ګیلانې لري کیدل د پاکستان، خلکو او مونږ لپاره ښه دي.

له دي څخه به خلک زده کړي چې قانون ته باید درناوی وکړي. که چیري ګیلانې لیري نشي، مونږ به له زیاتو ستونزو سره مخامخ شو”.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ویکټوریا نیولاند د پاکستان دسترې محکمې د پریکړې په غبرګون کې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

“د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلانې د حالت او راتلونکې پوښتنه او د هغه په اړه د محکمې عملیه، له څه مودې راهیسي روانه ده.

د دې باوجود، مونږ وکړاي شول چې پدي مودې کې د پاکستان له حکومت سره کار وکړو. لکه څنګه چې مي وویل، دوي باید دا مهال پدي اړه په داخل کې یوې نتیجې ته ورسیږي چې دا د حکومت لپاره څه معنی لري. خو زمونږ هیله او تمه داده چې مونږ به وکړاي شو د پاکستان له حکومت سره کار ته دوام ورکړو اوځیني هغه مسلې ختمې کړو چې د ختمیدو اړتیا یي ده”.

یو شمېر کارپوهان پدي باور دي چې د رضا ګیلانې پر ضد د سترې محکمې حکم ممکن له پیپلز ګوند سره په انتخاباتو کې مرسته وکړي.

پرته له شکه چې زرداري او ګوند به یي په انتخاباتو کې د ستری محکمې حکم د ځان په ګټه استعمال کړې او خلکو ته به داسي وښیې چې دوي د پوځ او قضا د غیر عادلانه پریکړو قربانې شوې. ددي ګوند موسس ذولفقار علي بوټو په ۱۹۷۷ کال کې د محکمې په حکم اعدام شوی و.
XS
SM
MD
LG