د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د ښځو چارو وزارت وايي د امن کورونه د فحشا او فساد ځایونه نه دي


د ښځو چارو وزارت او د افغانستان د ښځو شبکې د عدلیې د وزیر هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګوندي له ستونزو سره د مخامخو ښځو او نجونو لپاره د امن په مرکزونوکې فحشا او اخلاقي فساد موجود دی.

د ښځو د شبکې غړې وږمه فروغ د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې دې مرکزونو ته نارینه لاس رسۍ نلري او له هره پلوه ډیر خوندي دي.

دې څرګنده کړه چې د عدلیې د وزیر حبیب الله غالب دا خبرې بې اساسه دي او باید په دې اړه ډیر وضاحت ورکړي:

"د امن کورونه د هغه کمیسیون په واسطه څارل کیږي چې د عدلیې وزیراو د دې وزارت ځیني چارواکي یې غړي دي،نو د دې مرکزونو ترپوښتنې لاندې راوستل دوی ته هم بیرته ګرځي.

دوی نه یوازې د امن په کورونو کې پر موجودو ښځو او نجونو د اخلاقي فساد تور پورې کړ بلکې د ښځو هغه ارګانونه یې هم د ښځو په بې لارې کولو تورن کړل چې ښځو ته آګاهی ورکوي په داسې حال کې چې هیڅ سند هم نشته".

د عدلیې وزیر حبیب الله غالب د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د ښځو چارو د کمیسیون لخوا په جوړه شوې فوق العاده غونډه کې له کورونو څخه د لسګونو تښتیدلو نجونو او ښځو د امن مرکزونه د فحشا او اخلاقي فساد د پراختیا ځایونه بللي وو.

ښاغلي غالب ویلي وو چې دا مرکزونه د اسلامي کلتورخلاف دي او د کورنۍ له چوکاټ څخه د ښځو او انجونو د وتلو سبب ګرځي.

ده دغه راز څرګنده کړې وه چې دا مرکزونه ښځې او نجونې اخلاقي فساد ته هڅوي او دا فرهنګ له اروپایی ټولنې څخه افغانستان ته راغلی دی.

په عین حال کې د ولسې جرګې غړې او د ښځو د حقوقو یوه فعاله شهناز همتي وایی چې په دې مرکزونوکې باید اصلاحي پروګرامونه عملي شي، دې څرګنده کړه چې یوشمیر کسان د دې مرکزونو په نوم ډیرې پیسې جیب ته اچوي خو هغه شان چې لازمه ده د امن د کورونو پر وړاندې خپل مسوولیت نه ترسره کوي.

شهناز همتي هم له کورونوڅخه د فرارو ښځو او نجونو د ساتلو په یوشمیر مرکزونو کې د اخلاقي فساد او فحشا موضوع رد نکړه:

"هغه ښځې چې د امن کورونو ته مراجعه کوي ډیرې آسیب پذیرې دي او هرو مرو ستونزې لري،یا فردي،ټولنیزه،رواني او یا هم کورنۍ ستونزې لري.

څومره چې زه معلومات لرم او د امن په کورونو کې ځینې ښځې پیژنم هغوی د امن په کورونو کې سوداګرې شوي،مونږ هم آوریدلي چې په ځینو دا مرکزونو کې غیراخلاقي مسایل شته".

د ښځو چارو وزارت مرستیاله سیده مژګان مصطفوي که څه هم مني چې د ښځو لپاره د امن کورونه ستونزې لري خو دې هم دا خبره په ټینګه رد او وغندله چې ګوندې په دې مرکزونو کې فحشا او اخلاقي فساد کیږي.

سیده مژګان وویل چې دا مرکزونه د ښځینه ساتونکو لخوا ساتل کیږي او هیڅوک نشي کولای چې له اجازې پرته هلته تګ راتګ وکړي،دې وویل چې د مدني ټولنو لخوا جوړ شوي دا مرکزونه د دوی لخوا په جدي ډول څارل کیږي او تراوسه یې پکې کومه داسې ستونزه نه ده لیدلې چې د عدلي وزیر حبیب الله غالب ورته اشاره کړې:

"که چیرې داسې کومه ستونزه موجوده وای باید د عدلیی وزارت مونږ ته رسمي راپورونه را لیږلي وای او په اسنادو او شواهدو یې خبرې کړې وای.

هرڅوک باید د خپلې ادعا لپاره اسناد ولري د مدني ټولنې د امن له کورونوڅخه مونږ ،د تاوتخوالي د مخنیوي کمیسیون او د ښځو چارو وزارت د حقوقو ریاست څارنه کوي،په همدې دلیل زه دا ادعا په ټینګه ردوم".

دې وویل چې د ښځو چارو وزارت په دې هڅه دی چې د امن د اوسنیو مرکزونو ترڅنګ د حکومت په چوکاټ کې له کورونو څخه تښتیدلو ښځو او نجونو ته د امن دا ډول نور مرکزونه هم جوړ کړي.

مژګان مصطفوي څرګنده کړه چې دا مهال په کابل او یوشمیر ولایتونوکې د ښځو د امن دولس مرکزونه شته چې کابو دونیم سوه ښځې او نجونې پکې ساتل کیږي.

د ښځو چارو وزارت وایی چې د سحرګل او نادیې په څیر ښځو او نجونو ته چې جنسي تیري او یاهم د خپلې کورنۍ لخوا تاوتریخوالي ورسره شوي وي د امن د کورونو موجودیت ډیراړین دی ځکه چې د دوی لپاره همدا مرکزونه ډیر مناسب او خوندي ځایونه دي.
XS
SM
MD
LG