د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۱

له کوره د نجونو د تېښتې پېښې ۳۰ سلنه زیاتې شوي


Afghanistan -- A girl sitst next to women at a clinic while US Marines patrol with Afghanistan National Army soldiers in Sangin, Helmand Province, 05Jun2012
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون وایي، چې له کور څخه د انجونو او ښځو د تیښتې پیښې د تیر کال په پرتله د یرش سلنه زیاتې شویدی.

د دی کمیسیون د چارواکو په وینا هره ورځ له دی کمیسیون سره دری څلورو د تيښتې پیښې ثبت کیږي.

یوشمیر هغه انجونې او ښځې چې له کور څخه تښتیدلي وایي له کورنې تاوتریخوالی څخه د خلاصون بله لار یې نه درلوده.

یوشمیر هغه نجونې او میرمنې چې له کور څخه تیښتدلی دي د امن په خونوکې ساتل کیږي.

دغه تښتیدلې نجونې او میرمنې که څه هم له کور څخه تیښته ښه کار نه بولي خو وایي، چې له ظلم څخه د خلاصون لپاره یې د تیښتې لار غوره بللې.

″۱-زما نوم نیلاب دی او قضیه مې له کور څخه تیښته ده، شپږکاله کیږی، چې واده می کړی که څه هم له میړه سره می اړیکی ښی نه وی خو بیا هم د هغې هره خبر وهل اوټکول می منلی وو پدی خاطر چې افغانه یم خو د هغی دا خبر می نشوای زغملی چی راته ویل به یی چی له نورو خلکو سره نامشروع اړیکی لری نو اړه شوم له کوره را ووتم.

۲- زما میړه څلور ویشت کلن او زه اتلس کلنه یم،زما په وړاندی یی چلند غلط وو یوه ورځ می ورته وویل چی ولی داسی کوی ویل یی چی ستا سره مینه نه لرم زما یوه بله نجلۍ خوښه وه هغه یی راته ونکړه نو زه هم بل واده کوم.″


له کور څخه د تیښتې لوی عامل په زور او له وخت نه مخکې ودونه، او کورنۍ تاوتریخوالی بلل کیږی.

د بشری حقونو د خپلواک کمسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ د څانګې مسوله ثریا صبحرنګ ازادی راډیو ته وویل چې د انجونو او ښځو د تیښتې پیښی د تیر کال په پرتله دیرش سلنه زیاتی شویدی.

نوموړی وایی چې ډیری نوی واده کړی ښځې او انجونې چی عمرونه یی له څوارلسو تر اتلسو کلونو پوری دی له کور څخه تښتې.

میرمن صبحرنګ وایی له کور څخه د تيښتې د مخینوی لپاره باید ډیر کارونه وشی پداسی حال کی چې تر اوسه دا هڅه نده شوی.

″هره ورځ موږ له کور څخه د تيښتې د پیښو شاهدان وو، دا پیښی دیرش سلنه زیاتی شویدی بیلا بیل عوامل لری،په نجونو کی دتيښتې لامل په زوره ودول ،له حد نه زیاته قید ګیری او کورنۍ تاوتریخوالی ددی لامل کیږي، چې دا انجونې وتیښتې له بده مرغه دا چې عوامل یی پر ځای دی افغان حکومت ، نړیواله ټولنه او دبشری حقونو خپلواک کمیسیون ندی توانیدلی، چې د عواملو پر وړاندی یی مبارزه وکړي.″

په افغانستان کې داسی مهال له کور څخه د انجونو او ښځو د تيښې د زیاتوالی په اړه بحثونه کیږي، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او انجونو حالت په کتو سره له افغان حکومت څخه غوښتې څو له کور څخه تیښته جرم ونه ګنې.

خو یوشمیر افغان مسولین وایی هغه میرمنې او انجونې چې تیښتې که چرې جرم ونه ګڼل شې او په خوندی ځای کی ونه ساتل شې، نو دا ښځې که د خپلی کورنۍ سره مخ شی نو دوژلو خطر یې ډیر دی.

د حقوقې چارو کارپوه اجمل هوډمن وایې، که چیری یوه نجلۍ او یا ښځه له کور څخه د ظلم له امله تیښتیدلی وی نو باید سزا ورنکړل شې.

″د حل لار یی داده که چیری انجونې او ښځی له کور نه پدی دلیل تښتی ، چې ظلم پری کیږي، توهین کیږي، ، په زوره ودول کیږی،او د روانې او جسمې فشار لاندی وی، که چیری وتښتې نو دوی باید مجازات نشې،خو که چیری دا تیښته د نورو ټیټو انګیزو او په ټولنه کی د نظم د خرابوالی له امله تیښته نو دوی باید مجازارت شې.″

یوشمیر افغان ښځې له کور څخه د ځینو انجونو او میرمنو تیښته د هغوی د ستونزو د هواری معقوله لار نه ګڼې او وایی، چې کورنۍ باید پر خپلو خویندو، میندو او میرمنو باندی کورنې چاپیریال تنګ نکړې ترڅو هغوی تیښتې ته اړی نشې.

افغان میرمنې وایی چې د انجونو او ښځو دتیښتې مسله د کورنۍ د نورو غړو د بد چلند امله رامنځ ته کیږی، چې د کورنۍ د ښځینه غړی په تیښتې سره ددی ټولۍ کورنۍ رنګه بدیږی، چې دا په راتلونکې کی ډیری ستونزی زیږوي.

″هغه څوک چې تښتې نو دفامیل لپاره هم بد نوم اړوې،د میړه لپاره هم او هرځاې چی لاړه شی خپله به هم بد نامه وی.

۲- کورنیو ته زما خبره داده چې د اسلامی او شرعی اصولو په چوکاټ کی ښځی ته ازادی ورکړی،که چیری ښځی ته د زده کړی، کار اجازه ورکړل شی او سالمه تربیه ولری، نو هیڅ وخت به له کوره ونه تښتی.″


که څه هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د مخنیوی لپاره یو نوی قانون جوړ او نافذ شو خو لاهم داسی انتقادونه موجود دی، چې دا قانون په ځینو دولتی ادارو کې په سمه توګه نه پلی کیږی او لاهم له ښځو سره تبعیضې چلند کیږي.

که څه هم ددی قانون له مخې یوشمیر هغه کسان چې پر ښځو یی ظلم کړی سزا ورکړل شوی او یا د سزا ورکولو په انتظار دی، خو لاهم یوشمیرافغان میرمنې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې له ډول ډول تاوتریخوالو سره مخ دی.
XS
SM
MD
LG