د کابل یو شمېره اوسېدونکي وايي، چې د هستوګنې په سیمو کې د نا قانونه لوړ پوړیو ودانیو جوړېدل د دې سبب شوي، چې ځینې کورنۍ خپل کورنه پریږدي او د ښار نورسیمو ته کډه شي.
د کابل ښار د ځینو سیمو اوسیدونکي په خپلو ګاونډیانو نیوکه کوي او وایي، چې د دوی د کورنو چار چاپیره یې د لوړ پوړیزو ودانیو په جوړولو سره دوی ته په خپلو کورونو کې ژوند ورتنګ کړی.
یو شمېر ښاریانو، چې ځینو زور واکانو یې د کورنو شاوخوا لوړې ودانۍ جوړې کړې دي؛ ازادۍ راډیو ته وویل:
″۱- په یو یا دوه چتیزه کورونو کې پراته دي او دا واسطه لرونکي چې دي، لوړ پوړې ودانۍ جوړوي او کړکۍ زموږ خوا ته پریږدي. دلته یوه کونډه اوسیږي، دغو خلکو ته زارۍ وکړې او ورته یې ووژل، چې زموږ د کور خوا ته کړکۍ مه پرېږدﺉ، خو په کیسه یې نه شول.
دوی بیا ناحیې ته عرض وکړ، ناحیه راغله خپلې پیسې یې واخیستې او بېرته لاړل.
۲- موږ لاړو په ناحیه کې مو شکایت وکړ، هغوی راته وویل، چې دوی دوه منزله حق لري چې ابادي وکړي، نو دوی دلته څلور یا پنځه او یا هم شپږ منزله جوړوي، لاندني کورونه ټول بې ستره کیږي.
۳- داسې جګ کور جوړول چې همسایه ته په کې ضرر وي، دا جایز نه دی او په یو حدیث شریف کې هم دا منع شوي، چې تاسو جګ کورونه مه جوړوﺉ، چې د په همسایه باندې د باد مخه نیسي.″
یاد ښاریان له کابل ښاروالۍ څخه غواړي، چې د دا ډول ودانیو د جوړولو په مخنیوي کې دې چټک اقدام وکړي، تر څو په ښار کې د نورو کډه کولو مخه ونیول شي.
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ د ساختمانونو چارو مرستیال عبدالاحد واحد وايي؛ که څه هم په ښار کې د ناقانونه لوړ پوړو ودانیو د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې کیږي، خو د هغه په وینا، بیا هم د لوړپوړو ودانیو د مالکانو له خوا د رشوت په ورکولو سره تراوسه پورې د دې ستونزې مخه نه ده نیول شوې.
ښاروالۍ د ودانیو د سرغړونو پر قانون کار کوي:
دا چې څه ډول کسان په دې برخه کې رشوت اخلي او ورکوي، ښاغلي عبدالاحد واحد د چا نوم وانه خیست. خو ده وویل، چې د ساختمانو د سرغړونې د قانون په بشپړېدو او پلي کېدو سره به د ناقانونه لوړ پوړ ودانیو مخه ونیول شي:
″په قانوني توګه موږ یو تهکو او یو دوه منزلو ته د اعمار اجازه ورکوو، که څوک دریم، څلور او یا هم پنځم منزل جوړوي، دا بلکل غیر قانوني دی. موږ تر خپلې وسې پورې کنټرول کوو.
موږ اوس د ساختمان د تخلف پر مقررې او قانون باندې کار کوو، چې اول قانون ولرو او د هغه قانون له مخې موږ دوی ته جزا ورکړای شو.″
له بلې خوا د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، چې له ښاروالۍ سره به په همغږۍ کې د استوګنې په سیمو کې د غیر قانونو لوړ پوړیو ودانیو مخه ونیسي.
د کابل امنیه قوماندانۍ مرستیال جنرال محمد داوود امین وايي، چې تراوسه په دې برخه کې کابل ښاروالۍ دوی ته کوم ځانګړی وړاندیز نه دی کړی.
اوسمهال په کابل ښار کې له ۵ میلیونو زیات وګړي اوسیږي، چې تر ډېره برېده په یاد ښار کې په خپل سر د لوړپوړیو ودانیو جوړول د دې ښار څېره بدله کړې ده.
راپور: رحمت الله افغان