په کابل کې د اسیا د زړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې افغان چارواکي او د نړۍ بېلابېل هېوادونه په دې سیمه کې د نا امنیو او تروریستي فعالیتونو له امله ډیر اندیښمن دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې افغانستان، پاکستان او د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې نا امنیو او د تروریستانو خوزښتونو نه یوازې سیمې بلکې نړۍ ته ستونزې جوړې کړي او دا مساله باید جدي ونیول شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی څرګندوي چې د اسیا د زړه د سیمې هېوادونه باید د دې ستونزو د حل او د موجودو ګواښونو د مخنیوي لپاره اساسي اقدامات وکړي:
"د اسیا د زړه سیمه یوه اساسه او د نړۍ په سطح یوه له ستونزمنو سیمو څخه ده، له همدې امله د هغې ټینګې اجماع له امله چې د دې سیمې د هېوادونو ترمنځ پیدا شوې کوښښ کیږي چې دا سیاسي مشورې د اسیا د زړه په سیمه کې په اساسي همکاریو بدلې شي.
له دې سره به په ټولو سیمو کې د ګډو اندیښنو، ګواښونو او همکاریو په اړه په لوړه سطح لازمې سلا مشورې ترسره شي".
د اسیا د زړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې جوړیږي د استانبول د تیر کنفرانس دوام بلل کیږي اوپه دې کې به د افغانستان د شپږو ګاونډیو او د سیمې د اتو مهمو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
په دې کنفرانس کې به ترډیره په دې خبرې وشي چې په سیمه کې د نا امنیو،نشه یې توکیو او تروریستي فعالیتونوپرضد څنګه مبارزه وشي او څنګه کیدای شي چې په اقتصادي او نورو برخوکې د دې هیوادونو ترمنځ لا همآهنګی او همکاري رامنځ ته شي.
د سیاسي چارو کارپوه ډاکټرعبدالکبیر رنجبرد چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې د روانو نا امنیو او تروریستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره دا کنفرانس ډیر مهم دی اوباید چې ورته په ښه سترګه وکتل شي:
" دا کنفرانس یو فشار دی پر هغو هیوادونو چې هغوی د امنیت،سولې اوثبات د راوستلو لپاره همکاري نکوي او د نورو په کورنیو چارو کې خپلو مداخلوته دوام ورکوي.
د دې کنفرانس ډیر مثبت اړخ دا دی چې نړۍ هغه هیوادونه ښه پیژني چې په دې سیمه کې دامن او ثبات د راوستلوپه برخه کې ټګي اوبرګي کوي".
په کابل کې د آسیا زړه د سیمې د هیوادونو له کنفرانس څخه مخکې هم په سیمه کې د روانو ستونزو او نا خوالو په اړه په بیلا بیلو هیوادونوکې سیمه ایز او نړیوال کنفرانسونه جوړ شوي خو کتونکي انتقاد کوي چې لازمه نتیجه ورڅخه نه ده ترلاسه شوې.
د سیاسي چارو څیړونکې ملالۍ شینوارې هم همدې ټکي ته ګوته نیسي او وایی ترڅو چې د سیمې هیوادونه د یوبل پر وړاندې مثبت سیاست غوره نکړي اوښې اړیکې ونلري ګمان نکوي چې دا وړۍ به شړۍ شي:
" د سیمې هیوادونه بی اتفاقه ساتل شوي او یوبل ته لاس سره نه ورکوي.زه هیله لرم که چیرې د سیمې هیوادونه خپلې اړیکې سمې کړي مونږ به د سترو ځواکمنو هیوادونو د جنګ ډګرنه ګرځو.
هرڅه په ښه نیت او رښتیا جوړیږی که چیرې بد نیت موجود وي نو داسې ستونزې په جوړیږي".
د افغانستان حکومت وایی چې له ګاونډیو،سیمې اود نړۍ له هیوادونو سره یې ښې او دوستانه اړیکې ټینګې کړي او په دې هڅه کې دی چې دا اړیکې نورې هم پراخې اوپه سیمه کې د امنیت د ټینګښت او موجودو ستونزو د حل په برخه کې ورڅخه ډیره ګټه پورته کړي.
د دوی په خبره په کابل کې د آسیا د زړه د سیمې د هیوادونو کنفرانس سربیره پرافغانستان د سیمې او نړۍ لپاره هم ډیر مهم دی او تمه ده چې له دې کنفرانس څخه لکه څنګه چې لازمه ده ښه نتیجه ترلاسه او د سیمې د هیوادونو ترمنځ په هره برخه کې رښتینې همکاري او همآهنګي رامنځ ته شي.