تمه ده، چې افغانستان به د خپلې راتلونکې په اړه د نړېوالو خبرو له وروستې پړاو څخه ګټه واخلي او په پاکستان به فشار واچوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو مخکې، په خپلې خاورې کې د وسله والو امن ځایونه له منځه یوسي.
د پنجشنبې په ورځ به په کابل کې د ۲۹ هېوادونو استازي د اسیا د زړه په نامه نړېوال کنفرنس کې جرګه شي او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته یعنې له افغانستان څخه د ناتو ځواکونو له وتلو وروسته حالت کې د افغانستان د راتلونکې لپاره به یوه نقشه یا پلان طرحه کړي.
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وایي، په افغانستان کې سوله د وسله والو د امن ځایونو په له منځه وړلو کې په سېمه اېزې همکاري پورې اړه لري او هیله من دی چې پاکستان به په دي کار کې مرسته وکړي.
په تېر اپریل میاشت کې وسله والو په کابل کې تنظیم شوې حملې کړې وې او واشنګټن یي پړه په حقانې شبکې چی مرکز یي په پاکستان کې دی، اچولې وه.
تېره اوونۍ د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیون پنیتا په افغانستان کې د شخړو د زیاتېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او په کندهار کې د جون د شپږمې ځان وژونکې حملې یي د بل هر وخت په پرتله ډېرې منظمې او تنظیم شوې وبللې.
اسلام اباد د حقانې شبکې د ملاتړ خبره رد کړې، خو دا ډله په شمالې وزیرستان کې اډې او امن ځایونه لري.
تېر کال د امریکا د پوځ د لوي درستېزانو د کمیټې مشر امیرالبحر مایک میولن د حقانې ډله د پاکستان د استخباراتې ادارې (اي ایس اي) پوځې څانګه بللې وه.
پاکستان استدلال کوي او وایي، افغان او امریکایي چارواکې هڅه کوي چې په افغانستان کې د لس کلنې جګړې د خرابۍ پړه په پاکستان واچوي خو دا هیواد له بل هر هیواد څخه زیات له تروریزم څخه ځوریدلی دی.
افغان او امریکایي چارواکې وایي، پاکستان د وسله والو په سنګرونو او امن ځایونو حملې نه کوي او له همدي امله د هغوي حملې په افغانستان کې زیاتې شوي دي.
د کابل پوهنتون استاد نجیب محمود وایي، افغان حکومت به د کابل په کنفرنس کې فرصت پیدا کړې چې په پاکستان باندي فشار واچوي چی د دغې ستونزې د حل لپاره جدي عمل وکړي.
د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا تېره اوونۍ په افغانستان کې ویلې و، دا چې پاکستان د وسله والو د امن ځایونو په له منځه وړلو کې ناغېړې کوي، د متحده ایالاتو حوصله ورته ختمه شویده.
پاکستان منلې چې د کابل کنفرنس کې به د ددي هیواد د بهرنیو چارو وزیره حنا ربانې کهر ګډون وکړي او یو ځل بیا یي دا خبره تکرار کړه چې اسلام اباد د افراطیت او تروریزم پر ضد مبارزې کې په خپل ټول وس او توان کار کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا وایي، افغانستان له تروریزم څخه سخت زیانمن شوی او د کابل کنفرنس کې به هڅه وشي چې ددغې ستونزې لپاره یو حل ومیندل شي.