د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۴

ناټو نور پرطالبانو د خلکو په کورونو کې هوايي برید نه شي کولای


د افغانستان لپاره د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن
د افغانستان لپاره د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن

نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان د پرېکړه او د نړېوالو ځواکونو د لاسته راوړنې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پر هوایي بریدونو د نویو محدودیتونو په اړه په یوه مطلب کې لیکي، ایتلافي ځواکونه نه شي کولای چې پرطالبانو د خلکو په کورونو بمباري وکړي.

نیویارک ټایمز د پوځي لوړرتبه چارواکو له قوله لیکي چې وایي؛ دغه نوي محدودیتونه په دې هیواد کې د ایتلافي ځواکونو عمومي قومندان د افغانستان په ختیځ لوګر ولایت کې د تیره اونۍ له هغې پیښې وروسته ولګول؛ چې د افغان چارواکو په وینا پریوه کور د ناټوپه هوایي برید کې اتلس ملکي وګړي ووژل شول.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند ″جیمي ګرایبیل″ وویل، د ملکي افغانانو د خوندي توب په اړه زموږ ژمنې ایجابوي؛ چې د استوګنې پر سیمو د طالبانو په وړاندې اقداماتو کې پرهوایي قویې محدودیتونه ولګول شي؛ چې دا یواحتیاطي او عقلاني اقدام دی، چې د دغې جګړې د پرمختګ په ترڅ کې کیږي.

د نیویارک ټایمز په وینا له افغان ولسمشر سره د ناټو او امریکایي ځواکونو د قومندان او په دې هېواد کې دامریکا د سفیر له کتنې وروسته د هغه همکارانو د یوه بیان په خپرولو سره وویل؛ چې جنرال جان الن ژمنه وکړه چې د استوګنې پرسیمو او کورونو به ټولې حملې بندې کړي.

خو په هرصورت امریکایي چارواکو وروسته وویل، چې د جان الن دغه امربه دومره زیات د تطبیق وړ نه وي او ویې ویل؛ چې ناټو به د هغو وسله والو پر وړاندې چې له ملکیانو د ډال په توګه کار اخلي خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي؛ چې دا په یوه ډول د هغه له امر څخه د په شاتګ څرګندونه کوي.

کریسچېن ساینس مونیټور ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د یولس کلنۍ جګړې د لاس ته راوړنو په اړه یو اوږد تحلیلي مطلب خپورکړی؛ چې د پیل په کرښو کې یې د دغې جګړې اوږدوالي او لګښتونو ته اشاره کړې.

ورځپاڼه لیکي، د دغې جګړې نژدې یوولس کاله وځي، چې دا د امریکا په تاریخ کې ترټولو لویه جګړه ده، چې د امریکا د پراختیایي مرستو ۵۷ میلیارډ ډالره پرې لګیدلي؛ د امریکا پوځ پردغې جګړې چې هدف یې د هغه هیواد امن کول دي؛ چې په بشري تاریخ کې د نړۍ هغه هیواد بلل کیږي، چې ترټولو زیات پرې یرغلونه شوي، ۵۱۷ میلیارډ ډالره لګولي دي.

خو ورځپاڼه دا پوښتنه مطرح کوي، چې له دغو ټولو هلوځلو او لګښتونو سره سره امریکا تراوسه په افغانستان کې څه لاس ته راوړي دي.

کریسچېن ساینس مونیتور ورځپاڼې د شویو لاس ته رواړنو په اړه د یوه بشپړ تصویر وړاندی کولو هڅه کړې، د افغانستان په ټولنه کې د مختلفو طبقو له څلورو کسانو سره یې مرکې کړي او د هغوی نظریات یې منعکس کړي دي.

د پوهنتون یوه ښځینه محصله چې د تجارت په نړۍ کې د ځان لپاره ځای پیداکوي، یو وسله وال چې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د جګړو ملاتړ کوي، یوافغان بیروکرات چې له اداري فساد سره مبارزه کوي او د افغان ملي اردو یو منصبدار چې په پوځ کې دننه له قومي توپیر سره مبارزه کوي.

کریسچېن ساینس مونیتور ورځپاڼې د غه اوږد تحلیلي مطلب د میرمن فوزیه کوفي په دې خبرې پای ته رسولی؛ چې وایي، دا باورنه لري، چې افغانان به بیا اجازه ورکړي، چې لکه د ۱۹۹۰ لسیزې کورنۍ جګړې پیښې تکرار شي چې دوی په قومونو ویشل شوي و او یو د بل په وړاندې جنګیدل.

دا وایي ، تاسو نشي کولای یو حکومت په هغو خلکو وتپی چې زده کړې یې کړې وي او کله چې دوی د جګړې وختونه په یاد راوړي نو د دې هیله همدا خلک دی چې بیا به دوی تیرحالت ونه مني.
XS
SM
MD
LG