د کار نړیوال سازمان بې کاري په افغانستان کې یوه لویه ستونزه بللې او ویلي یې دي چې تراوسه په دې هیواد کې د بې کارۍ د راکمولو لپاره موثره کارونه نه دي شوي.
د دې سازمان په یوه تازه راپور کې ویل شوي دي چې په ملیونونو افغانان لا هم له بې کارۍ ځوریږي.
د کار نړیوال سازمان د کار موندنې لپاره د افغان حکومت د تیرو لسو کلونو هلې ځلې موثرې نه بولي او له دغه حکومت نه غواړي؛ چې به راتلونکې کې خلکو ته د بنیادي کارونو د پیدا کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
ای ال او یا د کار نړیوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې اوه عشاریه نه سلنه افغانان دا مهال له بې کارۍ رنځیږي.
د افغانستان لپاره د کار د نړیوال سازمان استازي هروي بغزي چې په کابل کې یې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله له افغان حکومت نه وغوښتل چې په هیواد کې د کار لپاره اوږدمهاله پالیسۍ رامنځ ته کړي:
په راپور کې د کار موندنې لپاره د اوږدمهالو پروګرامونو نشتوالی، د وزارتونو او بیلابیلو دولتي ادارو ترمنځ نه همغږي، د پایداره اشتغال پر ځای په موقتو کارونو باندې تمرکز او د مالي ظرفیتونو کموالی په افغانستان کې د کار موندنې په برخه له لویو ستونزو څخه ګڼل شوي دي.
په راپور کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د نړیوالې ټولنې له خوا افغان حکومت ته د مسئولیتونو له سپارلو سره به د بې کارۍ سطحه لا لوړه شي او یو شمیر خلک به بې روزګاره کړي.
د کار نړیوال سازمان په داسې حال کې خپل راپور خپروي چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هیواد کې د کارموندنې لپاره د بیلابیلو پروګرامونو د پیلیدو خبر ورکوي.
ددې وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې رئیس محمد سلیم مستور وویل چې د دوی د ستراتيژۍ یوه برخه د ښه کار پیدا کول دي چې که نړیواله ټولنه یې منظوره کړي، نو په هیواد کې به د کار لا ډیرې زمینې مساعدې شي.
ښاغلي مستور وویل، دولت بهر ته د کارګرو د لیږلو بیلابیل قراردادونه کړي او همداراز د کار موندنې په اړه یې بیلابیلې سروې ګانې هم ترسره کړي.
خو د دولت له هلو ځلو سره سره د کار د نشتوالي ستونزه عامو خلکو ته هم له ډیرو ځورونکو هغو څخه ده:
که څه هم د کار اوټولنیزو چارو وزارت وايي چې په هیواد کې یې له یو لکو ډیرو خلکو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړي، چې اکثرو یې کارونه هم پیدا کړي دي، خو په لرو پرتو سیمو کې ډیر شمیر ځوانان بیا هم بې روزګاره ګرځي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې په نشو د ځوانانو د روږدي کیدو او په غیر قانوني لارو نورو هیوادونو د هغوی د تګ اساسي علت هم په هیواد کې د کار نه پیدا کیدل دي.