د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

ملي جبهه د افغانستان د وېش په لټه کې


په ایران کې د افغانانو د اعدام لړۍ او په افغانستان کې د ملي جبهې د فعالیتونو په اړه پورته شوي اعتراضونه هغه مسایل دي، چې د کابل ورځپاڼو پرې نن په خپلو ګڼو کې بحثونه کړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې په ایران کې د افغانانو د اعدام لړۍ بیا پیل شوې او په تیرو دریو ورځو کې د یولسو اعدام شویو کسانو مړي اوس اوس په نیمروز کې چارواکو ته سپارل شوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا افغانان پداسې حال کې اعدام شوي، چې په هیواد کې دننه ځینې کړۍ هڅه کوي، چې ایراني مذهبي او سیاسي مشران ولمانځي او د هغوی مړینه د نړۍ او سیمې لپاره یوه ضایع بولي.

ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې په ایران کې د افغانانو د اعدام دا لړۍ تر ډیره د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې ددغه هیواد غبرګون ښکاره کوي او ممکن په راتلونکې کې هم دوام وکړي.

ورځپاڼې وړاندې په افغان دولت او نړیوالو ادارو، چې د کډوالو د خوندي کولو مسؤلیت لري انتقاد کړې، چې ددغو افغانانود ژغورلو لپاره یی هیڅ کار ندې کړې.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا پدې مسئلې بحث کړې، چې ایران د اعدام شویو افغانانو مړي ددوی کورنیو ته نه سپاري.

د ورځپاڼې په وینا اوس اوس په ایران کې اولس افغانان اعدام شوي، خو یوازې د څلورو اعدام شویو کسانو مړي افغان لوري ته سپارل شوي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمسیون پدې مسئلې ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د بهرنیو چارو وزارت چارواکي یی هم ورغوښتي وو، څو ددې مسئلې حل پیدا کړي، خو د ورځپاڼې په وینا ایران د مړو سپارل د خپل قانون په خلاف بولي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په ایران کې د افغانانو د اعدام په اړه په هیواد کې د بیلابیلو کړیو له اندیښنو سره سره افغان حکومت لا ندې توانیدلې، چې ددغو اعدامونو مخه ونیسي.

د ورځپاڼې په وینا اکثره افغانان، چې په اعدام محکوم شوي د نشه یی توکو د قاچاق په تور نیول شوي او بیا محاکمه شوي.

د ورځپاڼې په وینا اوس مهال په ایران کې شاوخوا دوه زره افغانان بندیان دي، چې له دې ډلې نه یی دوه نیم سووه د اعدام له سزا سره مخامخ دي.

په هیواد کې د ملي جبهې د فعالیت په اړه ددې جبهې د ځینو غړو لخوا پورته شوي اعتراضونه بله مسئله ده، چې ځینو ورځپاڼو راخستې.

سرنوشت ددې جبهې د یو پخواني غړي په حواله لیکلي، چې ملي جبهه د هیواد د تجزیی هڅه کوي او دوی دې هدف ته د رسیدو لپاره د فدرالي نظام د واکمنیدو هڅه کوي.

ورځپاڼه د نجیب اله کابلي په حواله لیکي، چې محقق او دوستم ورته په یوه خصوصي کتنه کې ویلي، چې د فدرالي نظام له واکمنیدو وروسته که څوک غواړي او که نه دوی هیواد تجزیه کول غواړي.

ویسا بیا د ښاغلي کابلي په حواله لیکلي، چې ملي جبهه هڅه کوي هیواد یو ځلې بیا په کورني جنګ اخته کړي.

دې ورځپاڼې هم لیکلي، چې د ملي جبهې مشرانو ویلي، که د فدرالي نظام د واکمنولو لپاره هڅو نتیجه ورنکړه، نو هیواد به تجزیه کړي.

ملي باور بیا پدې اړه لږ څه نور وضاحت هم وړاندې کړې او لیکلي، چې د ملي جبهې مشران د ایران په لمسون د هیواد د تجزیی هڅه کوي.

خو د ورځپاڼې په وینا ملي جبهې بیا د نجیب اله کابلي لخوا پر دوی پورې شوي تورونه بې بنسټه بللي.
XS
SM
MD
LG