د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، چې د کابل بانک دوسیه یې بشپړه کړې او د قضایې تعقیب لپاره یې د کابل بانک ځآنګړې محکمې ته لیږلې ده.
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په دې قضیه کې د کابل بانک د مشر او د هغه د مرستیال په ګډون پنځه دېرش تنه شامل دي.
په داسې حال کې چې تراوسه لا څرګنده نه ده، چې د کابل بانک ځانګړې محکمه به څه وخت د کابل بانک د قضیې په هکله څیړنې پیل کړي؛ لویه څارنوالۍ وايي، چې د کابل بانک په قضیه کې پنځه دېرش تنه ښکیل دي.
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې د افغانستان بانک مخکینۍ مشر عبدالقدیر فطرت د کابل بانک د قضیې له اصلي عاملینو څخه دی.
ښاغلی نظري وایي، چې دغه قضیه یې د نورو څیړنو لپاره د کابل بانک ځانګړې محکمې ته استولې.
″د تیر یو کال یا له هغه څخه لږ ډیر تحقیق په پایله کې د افغانستان څارنوالۍ په خاصه توګه له اداري فساد سره د مبارزې څارنوالي وکولای شول دغه قضیه تر جدي څارنې لاندې نیولې وه.
موږ وکولای شول، لږ څه نقدې پیسې او ځینې جایدادونه تثبیت کړل، چې ښایي د کابل بانک د حیف او میل شویو پیسو پنځوس سلنه پوره کړي.″
د کابل بانک د دوسیې د څیړلو دا ځانګړې محکمه اوس اوس د افغان ولسمشر حامد کرزي د یو حکم له مخې جوړه شوې؛ څو د هغو کسانو د محاکمې زمینه برابره شي، چې ددې بانک پورونه یې نه دي ورکړي.
د کابل بانک لپاره د ځانګړې محکمې په ترکیب کې د سترې محکمې د کورني او بهرني امنیت پر خلاف د جرمونو د دیوان مستشار شمس الرحمن د رییس په توګه او عبدالبصیر عصیان او محمد کاظم رشید د غړیو په توګه ټاکل شوي دي.
بل خوا د افغانستان لویه څارنوالي وایي، چې د څیړنو پر مهال یې ډیره اندازه پیسې او جایدادونه تر لاسه کړي، چې ښایي د کابل بانک حیف او میل شوې پیسې یو څه ورباندې پوره کړای شي.
ښاغلي نظر وايي، چې د قضیې صورت دعوا یې سترې محکمې ته استولې ده:
″د کابل بانک قضیه نن پوره شوه، صورت دعوا یې جوړه شوه او همدا اوس له یو مکتوب سره د افغانستان سترې محکمې ته واستول شو.
د څارنوال د صورت دعوا له مخې په دې قضیه کې تول پنځخ دېرش کسان مسوول بللی شوي چې له هغو نه یې یو ویشت تنو نه چې تحقیق شوی او د ضمانت خطونه لري او پاتې څوارلس کسان یې لادرکه دي، د دوی جلبولو امر د انترپول پولیسو، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او د ځینو سفارتونو له خوا صادر شوی دی.″
لویې څارنوالۍ د روان کال د ثور په اوولسمه د کابل بانک له ټولو پوروړو غوښتي وو؛ چې باید په یوه میاشت کې خپل پورونه تصفیه کړي.
څه موده مخکې د کابل بانک د حسابونو د تصفیې مشر د یو شمیر هغو کسانو نومونه افشا کړي وو؛ چې له دغه بانک پوروړي وو.
د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزی، د مارشال فهیم ورور حصین فهیم، حاجي طاهر ظاهر، غلام داوود، شکرالله شکران، شیرخان فرنود، خلیل الله فیروزي او یو شمیر نور کسان د کابل بانک له مهمو پوروړو څخه دي.
د رپوټونو له مخې کابل بانک د دوه زره لسم میلادي کال په وروستیو کې؛ له ستونزو سره مخ شو او ډیرې پیسې یې د پوروړو له خوا په غیر قانوني توګه ایستل شوې وې او یوه اندازه یې په دوبۍ کې د کورونو او بلدنګونو په اخیستلو لګول شوې دي.
راپور: جمیله ظریف