د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۲

د سوریې حکومت د ″حوله″ په پيښه کې خپل لاس لرل رد کړل


د سوریې حکومت د یکشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل، چې وايي د سوریې دولتي ځواکونو د دوه دیرش ماشومانو په ګډون لسګونو ښځې نارینه او ماشومان وژلي دي. دمشق ادعا کړې، چې دا عمل دولتي ځواکونو نه بلکې د هغو سلګونو وسله والو له خوا شوې، چې پر دولتي عسکرو یې هم حملې کړې دي.

پر حولې سیمې باندې د تیرې جمعې په ورځ حمله د سوریې د خلکو له خوا د پاڅون په لړ کې چې له پینځلس میاشتو راپه دې خوا پیل شوي، ترټولو خونړۍ حمله وه.

ملګري ملتونه وايي، په وژل شویو کسانو کې دوه دیرش تنه داسې ماشومان وو؛ چې عمرونه یې له لسو کلونو څخه کم دي. ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په دې اړه اعلامیې خپرې کړې او په هغې کې یې د بشارلااسد رژیم د دې وژنو مسوول بللی.

خو د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ″جهاد مقدسي″ ویلي د حولې د پیښو په ارتباط د دروغو یو طوفان پیل شوي. هغه ویلي، موږ په دې وژنو کې د دولتي ځواکونو لاس لرل په کلکه ردوو.

مقدسي زیاد کړې په دې ارتباط یو کمیسون ټاکل شوي او د درې ورځو په موده کې به خپل لاسته راغلي معلومات اعلان کړي.

هغه ویلي، چې د دوشنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون له سوریې څخه کتنه وکړي.

نړیوال څارنونکو د شنبې په ورځ له سیمې څخه د توپ او ټانک داسې مرمۍ تر لاسه کړي؛ چې په پیښه کې د دولتي ځواکونو لاس لرل څرګندوي.

جنرال رابرټ مود چې په سوریې کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر دی وویل؛ نړیوالو څارونکو په حوله کې د دوه دېرش ماشومانو په شمول د دوه نوي کسانو مړي شمارلي دي.

″د دوه دیرش بې ګناه ماشومانو او ډیرو ښځو او سړیو او په تیره د ماشومانو وژل د هر چا له خوا چې دا حمله یې پیل کړې وي او هر چا چې په دې متقابل عمل کې لاس لرلی وي او یا هر چا چې په دې کې برخه لرلی وي، دا ډول حمله د سوریې د خلکو د راتلونکې او هیلو لپاره د زغم وړ نه ده.″

پر حوله سیمه باندې حمله د امریکا او د نړۍ د څو نورو هیوادونو د غصې سبب شوه او په سوریې کې یې د ملګرو ملتونو د سولې د پلان د موثریت په اړه اندیښنې راپارولي دي.

دا پلان له یوې میاشتې را په دې خوا پیل شوی، څو په دې هیواد کې د شخړو مخنیوی وکړي خو بریالی شوی نه دی.
XS
SM
MD
LG