د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۰

د شیکاګو غونډه له افغان ځواکونو سره د مرستې پر ژمنې پای ته ورسیدله


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحث زیاته برخه بیا هم د شیکاګو سرمشریزې او د افغانستان په اړه د شوېو پریکړو په اړه پورته شوېو غبرګونونو ته ځانګړې شوې، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د شیکاګو سرمشریزه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې په ژمنې پای ته ورسیدله، خو د ورځپاڼې په وینا د دې مرستې په اړه ځیني پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

ورځپاڼه لیکي، چې په شیکاګو کې دا روښانه نه کړای شوه، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره څومره مرسته اعلان شوه، کوم هېواد به نغدي مرسته کوي، کوم هېواد به د روزنې او سمبالښت په برخه کې مرسته کوي؟

ورځپاڼې خبردارې ورکړې، که بیا هم نړېواله ټولنه، چې په سر کې یي امریکا ده له افغان امنیتي ځواکونو سره سمه مرسته ونه کړي، نو د افغانستان امنیت به یو ځلي بیا له ګواښ سره مخ شي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د شیکاګو په غونډه کې که څه هم د ناټو مشرانو له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستې ژمنه وکړه، خو د افغانستان د اقتصادي ودې او له دې پلوه په ځان د بسیا کیدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ورځپاڼې لیکلي، که نړېواله ټولنه په رښتیا غواړي، چې د تل لپاره له افغانستان څخه د جګړې، فساد او لوږې ټغر ټول شي، نو باید د پوځي مرستو ترڅنګ له اقتصادي پلوه په خپل ځآن د بسیا کیدو لپاره له افغانستان سره اوږد مهاله مرستې وکړي.

ورځپاڼې له افغانستان سره په اقتصادي مرستې دا ټینګار پداسې حال کې کړې، چې ځینو کتونکو بیا ویره څرګنده کړې، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته او د نړیوالې ټولنې د مرستو له کمیدو سره به د افغانستان اقتصاد له یوې مخې ړنګ شي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د شیکاګو په سرمشریزه کې شویو پریکړو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې افغان حکومت د جګړې او که د سولې تابیا کوي؟

ورځپاڼه لیکي، چې پدې غونډه کې د افغان امنیتي ځوکونو ملاتړ ژمنې وشوې او یو شمیر هیوادونو خپلې مرستې اعلان کړې.

د ورځپاڼې په وینا دا مسئله د افغانستان لپاره مهم لومړیتوب دې، خو له دې سره په کور دننه د وسله والو ډلو د سولې خبرې بله مهمه مسئله ده، چې د جګړې ځای نیولې شي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم پدې مسئلې بحث مهم وو، خو د ناټو پدې سرمشریزه کې پدې اړه څه ندي ویل شوي او چندان غور پرې ندې شوې.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا ددې برخلاف دا باور څرګند کړې، چې د شیکاګو سرمشریزې د سولې احتمال زیات کړې دې.

د ورځپاڼې په وینا د شیکاګو سرمشریزې د سولې احتمال ځکه زیات کړ، چې دې غونډې د یوه باوري سند په توګه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یقیني کړل.

ورځپاڼې لیکلي، چې د شیکاګو په سرمشریزه کې له افغانستان سره په تړاو کې درې مهمې پریکړې وکړې، چې پکې تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې د بهرنیو ځواکونو وتل، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د ناټو ځواکونو د روزنیز رول پیلیدل او د افغان ځواکونو تمویل شامل دي.
XS
SM
MD
LG