په افغانستان کې د کوچنیانو د ژوند د سمون لپاره له روانو هڅو سره سره اوس هم دوی درانه کارونه کوي او د ژوند له بنیادي اسانتیاو محروم دي.
دغه کوچنیان چې اکثره له زده کړو محروم دي، پرواټونو ولاړ وي اوبه خرڅوي، سپلني دودوي، له مستریانو سره کار کوي، زړې اوسپني ټولوي او دغه ډول نور کارونه کوي.
اکثره هغه کوچنیان، چې په کابل او د هیواد په نورو ښارونو کې درانه کارونه کوي؛ ډیرې ساده غوښتنې لري.
دوی د خپل انساني ژوند لپاره ډوډۍ، کالي، قلم او کتاب غواړي.
دغه کوچنیان، شلیدلي ګرېوانونه، ببر سرونه، خیرن مخونه د ډوډۍ پیدا کولو لپاره تر ځان درانه بارونه وړي، بټیو ته خښتي پورته کوي، د قاچاق او جګړې په ساحو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي، زړې اوسپنې ټولوي، موټرونه مینځي او بوټونه پاکوي.
د کوچنیانو مسوولې ادارې وايي، چې اوس مهال نژدې دوه میلیونه کوچنیان په ټول افغانستان کې له ورته حالت سره مخامخ دي.
باري او سردار چې خپلي خبرې یې هم سمې نه دي زده وايي.
“پرزه پلورنځی ـ اوبه راوړم، چای، جارو کوم.
د ورځې سل یو نیم سل افغانۍ کار کوم، پیسې مور او پلار ته ورکوم پر لاره نه شم تلای؛ پښې مې درد کوي، ځکه ډېر ګرځو، څوک مې په موټر کې نه پرېږي، لغته راکړي، وايي کښته شه.”
خو دا کوم مجبوریتونه دي، چې تنکي او نازولي افغان کوچنیان کار کولو ته اړباسي او د زده کړې مخه یې نیسي.
ګلاب خان او نور کوچنیان چې د وزیر اکبرخان مينې په ښکلو واټونو کې په موترونو پسې د سپرې ګانو د خرڅولو لپاره منډې وهي داسې راته وايي.
“ډوډۍ نه لرو، سهار ۶ بجې راوزو د ماښام تر ۶ بجو پورې، پرون او وړمه ورځ وږی ګرځېدم نن هم وږی یم، چې مجبور نه وای درس به مې ویلای، حیران یم چې کومې خواته ولاړ شم د سودا لپاره، ډېر ستړی یم تکه ـ تکه یم، ښوونځی مې ډیر خوښ دی.
حامد: کور کې څوک کار نه کوي، موږ ته ډوډۍ څوک نه راوړي، کور کې څلور کسان یو تر ماځیګره کار کوو بیا څو کورته.
نقیب: زما کور کې څوک کار نه کوي، ډوډۍ او ترکاري رانیسم.”
دغه افغان کوچنیان چې لوږه، تنده او بېوزلي یې کړوي، د دوی د کوچنیو زړونو ارمانونه څه دي او څه غواړي.
محمد اغا او نوید چې د موټر او بایسکل جوړونکو سره کار کوي داسې وايي.
“په کار مصروف کوچنی: چې دا کار پرېږدم وطن جوړ کړم، خپله خاوره وساتو او درس ووایو.
نوید: دغه چین جوړوم که یو چا رانیوی، دغه ورځ دې راڅخه لیرې شي، کالي، کتابچه او قلم نه لرم، زوریږم، لاسونه مې خوږیږي.”
د بشر د حقوقو خپلواک کمېسیون د افغان کوچنیانو روانو ستونزو ته اندیښمن دی او وایي، چې افغان حکومت په تیرو لسو کلونو کې په دې برخه کې ډیر کارنه دی کړی.
د دې کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس شمس الله احمدزي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې افغان بې وزلي کوچنیان له بنیادي حقوقو برخمن نه دي.
“د لنډ مهاله حکومت لس کاله تیر شوه، خو اوس هم افغان کوچنیان له ډیرو ستونزو سره مخ دي، ډیر کوچنیان له اساسي حقونو بې برخې دي، تعلم نه شي کولای، دولت نه دی توانېدلی، چې د کوچنیانو ټولي ستونزي حل کړي.
بل اساسي لامل روانه جګړه او نا امني ده، چې دولت نه دی توانېدلی، خلکو ته د کار زمینه برابرخه کړي.”
خو په تیرو لسو کلونو کې له افغان حکومت سره د نړۍ د میلیارډونو ډالرو مرستې سره لا ولې اوس هم افغان کوچنیان له ستونزو او لوږې سره مخ دي؟
دا پوښتنه مې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیال واصل نور مهمند څخه وکړه.
“له څلورو تر څلورنیم میلیونو پورې کوچنیان اوس هم شته، چې له خطر سره مخ دي، رښتیا موږ دا احساس کړی، چې باید دوی ته ډیر کار وشي، چې د سړک د سر د کوچنیانو په شمېر کې کموالی راسي، حکومت د ځپل سوو کوچنیانو لپاره ځانګړې بودیجه نه لري، د غریبو کوچنیانو کورنۍ وايي، چې مرسته راسره وکړی، نور به دغه کار نه کوي، نو د دغه ډول کورنیو لپاره بودیجه نه لرو.”
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هغه کوچنیان چې درانه کارونه کوي او له ښوونځی څخه محروم دي، شمېر یې نږدې دوو میلیونو تنو ته رسیږي.
دغه وزارت وايي، چې د دغو کوچنیانو ډیره برخه په کابل او کندهار ښارونو کې ده.
د راپورونو له مخې له افغان کوچنیانو څخه د پیسو په مقابل کې د نشه يي توکو او وسلې په قاچاق کې هم کار اخیستل کیږي، جنسي تیری پرې کیږي چې ډیر کله په دې برخه کې وژل کیږي هم.
خو دا چې کله به بې وزلې افغان کوچنیان له درنو کارونو څخه را ګرځول کیږي او درس ته به لیږل کېږي، تر اوسه هیچا دې پوښتني ته ځواب نه دی ویلی.
خو افغان کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې د نوي نسل روزنې ته دي تر هرڅه ډیر پام وکړي.
راپور: معصوم میوند