د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۶

ناټو د افغانستان په اړه دوه مهمې موافقه نامې لاسلیک کړې


د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن پرون په شيکاګو کې يوې خبري غونډې ته د سرمشريزې د پرېکړو په اړه وويل، چې نن موږ پر درو ټکو موافقې ته ورسېدو؛ تر هغو چې د ۲۰۱۴ کال په پاي کې زموږ ماموريت سرته رسېږي د ماموريت بل پړاو، يعني له ۲۰۱۴ وروسته د ناټو رول، او درېم د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره زموږ ملاتړ.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن وويل، چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد بهير مخکې لا پيل شوي او اوس دا ځواکونه د افغانستان تر نيمايي په زياتو برخو کې عمليات کوي.

راسمون ډاډ څرګند کړ چې د راتلونکي کال تر نيمايي پوري به د ټول افغانستان د امنيتي چارو مسووليت افغان ملي اردو او ملي پوليس په غاړه واخلي:

″کله چې افغان ځواکونه رامخکې ګامونه اخلي، زموږ قواوې به شا ته ځي او حمايوي رول به پهغاړه اخلي. دا به موږ ته اجازه راکړي، چې په تدريج او په مسوولانه ډول د خپلو ځواکونو شمېر کم کړو خو موږ به تر هغو جګړې ته تيار اوسو چې د ۲۰۱۴ کال په پاي کې موږ د خپل ايساف ماموريت پاي ته رسوو.″

ده وويل، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي منلې چې حکومت به يې د ښې حکومتدارۍ او د قانون د حاکميت پر اساس باثباته او ولسواکې ټولنې ته ژمن وي.

″د افغانستان حکومت ناټو ته بلنه ورکړې چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره مرسته وکړي، او موږ تيار يو چې د روزنې، مشورې او ملاتړ د يوه نوي ماموريت مشري وکړو.

اجازه راکړئ چې واضح ووايم، دا ماموريت به په بېلابېلو نومونو ايساف نه وي. دا به د ناټو لپاره له نوي رول سره تازه ماموريت وي.″
XS
SM
MD
LG