د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

افغان سرتیري: راکړل شوي وسلې او مهمات مو بې کیفیته دي


افغان سرتیري وايي، د بهرنیو ځواکونو له خوا دوي ته ورکړل شوي ایم ۱۶ ډوله ماشیندارې ډیرې زړې دي، له څو شاجورو وروسته جامیږي او که ګرد ورته ورسیږي نو بیا له کاره ولیږي.

دوي ته ورکړ شوي بوټان له څو میاشتو وروسته شکیږي او کومې اوسپنیزه خولۍ، چې له دوي سره دي زړې او یا خو بیا رغول شوي دي.

افغان افسرانو او سرتیرو په لوګر او پکتیا ولایتونو کې د اسوشیتډ پریس خبریالانو ته چې د نوېو عسکرو د نښې ویشتنې او تمریناتو له سیمو يې کتنه کړي ویلي: امریکايي ځواکونه د افغان سرتیرو په مقایسه ښې وسلې او مهمات لري، زموږ موټرې او وسلې ډیرې کمزورې دي.

د اسوشیټیډ پریس په وینا متحده ایالاتو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو په اوږدو کې د افغان ځواکونو په روزنې او تجهیز څه د پاسه ۲۰ میلیارده ډالره لګولي دي.

خو لا هم افغان ځواکونه هغه پوځي وسایل، چې وکولای شي د شپې له خوا د طالبانو پر ضد عملیات وکړي، نه لري.

د ملي اردو سرتیري عبد الکریم اسوشیټډ پریس اژانس ته ویلي، هغه ته ۳۰ کاله پخوا جوړ روسيي کلاشنکوف د امریکايي ایم ۱۶ ټوپک څخه غوره دی.

نوموړی وايي، امریکایان زړې وسلې پاکې او رنګوي او بیا يې مونږ ته د نوېو وسلو په نامه راکوي، خو په کابل کې د امریکا د پوځ د عامه اړیکو مسول ټیموټي سټوفر د افغان سرتیرو دا شکایت بې اساه ګڼی او وايي، کومې وسلې او مهمات چې افغان سرتیرو ته ورکول کیږي هغه د اوسنیو ګواښونو سره د مقابلې وړ دي.

له اسوشیټډ پریس اژانس سره په خبرو کې افغان سرتیرو د امریکايي ځواکونو د چلند او افغان همکارانو ته د هغوي د نه درناوي په اړه هم څرګندونې کړي دي.

د ملي اردو سرتیرۍ اغا وايي، کله چې له امریکايي ځواکونو سره په ګزمه اوځی نو هغوي افغان سرتیرو ته هیڅ درناوی نه کوي.

ملکي موټرو ته ان که کوم عاجل ناروغ هم روغتون ته رسوي د مخکې کیدو اجازه نه ورکوي.

د نوموړي په وینا امریکايي ځواکونه د دوي مشورو ته غوږ نه ږدي چې دغه شان او نور فعالیتونه بیا د هغه او نورو افغان سرتیرو د غوصې لامل کیږي.

امریکايي ځواکونو افغان سرتیرو ته د نه درناوي د ادعا په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو بل لورته بیا امریکايي ځواکونه د یوې ترسره شوې سروې له مخې افغان ځواکونه په غلاو، د مخدرو موادو په زیات استعمال او نه امانت دارۍ تورنوي.
XS
SM
MD
LG