د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

په ۲۰۱۴ کال کې ناټو څه ډول افغانستان شاته پریږدي؟


د ناټو تړون د غړو په شمول، د نړۍ د شپيتو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو رهبران پرون د امریکا د شیکاګو په ښار کې راغونډ شول.

د غونډه والو د بحث اصلي موضوع به دا وي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته کوم هېوادونه د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره مرسته کوي.

د شیکاګوتربیون ورځپاڼې لیکلي دي، چې په داسې حال کې اساسي پوښتنه دا ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو ځواکونه څه ډول افغانستان شاته پریږدي.

شیکاګو تربیون لیکي، په تیرو لسو کلونو کې په ډیرو برخو کې پرمختګونه شوي دي. په افغانستان کې مطبوعات فعال دي، د مدني ټولنې فعالیت چټک شوي دي او د ښځو لپاره د تعلیم، روغتیا او کار امکانات د پخوا په پرتله ډيردي، خو زیات شمېر افغانان اندیښنه لري، چې دا پرمختګونه به د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم دوام وکړي که نه.

ورځپاڼه لیکي، هغه څه ته چې د شیکاګو په کنفرانس کې او تر هغه وروسته اړتیا ده، هغه د روزل شوېو امنیتي ځواکونو په مټ د افغانانو د حقونو د دفاع لپاره نوي او ژور تعهد دی.

د شیکاګو تربیون په لیکنه، دا ډيره مهمه ده چې په افغانستان کې له تیري کونکو سره د محاسبې لپاره د یوه میکانیزم رامنځ ته کیدل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون، د افغان او نورو حکومتونو له خوا تر فشار لاندې دی، څو د یوه تازه برابر کړي رپوټ له خپرولو ډډه وکړي.

دا رپوټ د قدرتمندو ګروپونو او زورورو افرادو له خوا د زیاتیو جزیات لري.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان چارواکو په حواله لیکلي: یوه دریمه سخت دریځې ډله په افغانستان کې پيدا شوې ده چې افغان چارواکو او منځ لارو طالبانو ته تهدیدونه کوي.

وسله والو طالبانو دا رد کړې، چې دا تازه رامنځ ته شوې ډله له دوی سره ارتباط لري.

په عین حال کې، د افغانستان د استخباراتو د ادارې یوه چارواکې ویلي دي، چې د رواني شکنجې او مرګونو حملو د تازه پيل شوي کمپاین تر شا، له وسله والو طالبانو څخه جلا شوی ګروپ دی.

دا ډله چې ځان ته د ملا داد الله محاذ وايي، په وروستیو کې ګڼ شمېر چارواکو ته له خبریداریو ډک ټیلیفونونه کړي دي او پيغامونه یې استولي دي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، دا ډله خلکو ته اخطار ورکوي چې باید د افغانستان د حکومت او امریکا په مشرۍ د سولې پروسه رد کړي.

ملا دادالله د وسله والو طالبانو له سخت زړو طالبانو څخه وو چې په ۲۰۰۷ کال کې ووژل شو.

د ملا داد الله محاذ په نوم دې ډلې، د افغانستان د سولې د عالي شورا د یوه غړي ملا ارسلا رحمانی د قتل مسولیت هم اخیستی دی.

نیویارک ټایمز لیکي، چې د داسې افراطي دلې رامنځ ته کیدل په افغانستان کې د سولې د پروسې بیا پيل کیدو ته لا زیات تهدید پيښولای شي.
XS
SM
MD
LG