د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

اوباما د G8 ډلې غونډه پرانيستله


د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند
د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند
د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو غونډه پرانیستله . د نړۍ اتو سترو صنعتي هیوادونو ( جي ۸ ) د مشرانوغونډه پرون، واشنګټن ته نږدې په کمپ ډيویډ کې پیل شوه .
جمهور ریس بارک اوباما له هغو اروپايي هیوادونو ملاتړ څرګند کړ، چې اوس مهال له اقتصادي بحران سره لاس ګرېوان دي.

ده وویل:

“موږ هیله لرو چې نن ماښام او سبا به د (جي ۸) له نورو مشرانو سره موثر بحثونه وکړو. موږ به په دې چې څرنګه د مالي کسر د کمولو لپاره داسې مسوولانه اقدام امکان لري، چې د اقتصادي ودې لپاره له یوې پیاوړې اجنډا سره یوځای وي، خبرې وکړو”

د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو د رهبرانو د بحث اصلي موضوع په یونان او هسپانیا کې د اقتصادي ستونزو له امله ، د ایرو زون مالي بحران دی.

دوی به همدا راز د ایران د اتمي لانجې، په سوریه کې پر روانو ناکراریو او د شمالي کوریا پر حالاتو خبرې وکړي.

امریکايي چارواکي وايي ، چې د غونډې ګډونوالو پر ایران ږغ کړی، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه زیات معلومات شریک کړي.

دا غونډه په سوریه کې د سیاسي انتقال پر پروسه د خبرو کولو لپاره ښه موقع بلل شوې ده .

په غونډه کې د فرانسې جمهور ریس فرانسوا اولاند ټينګار وکړ ، چې د روان کال تر پایه به خپل عسکر له افغانستان وباسي، خو د افغانستان په مسئله کې یې د خپل هېواد د ونډې ختمېدو ته اشاره ونه کړه .

د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو رهبرانو په کیمپ ډیويډ کې په دې غونډه کې ټينګار وکړ، چې یونان باید د ایرو زون غړی پاتې شي.

د اروپا د شورا مشر هرمن وان رومپي، پرون یوه خبري کنفرانس ته وویل:

“تر هغه ځایه چې ، د اروپا په اړه اندېښنې موجودې دي، نو زما پیغام ډېر واضح دی . موږ د خپلو پلانونو عملي کولو ته متعهد یو. موږ د پورونو او بودجې د کسر د کمولو او خلکو ته د کارونو د پیدا کولو لپاره خپله هراړخیزه پالیسي عملی کوو”

د نړۍ اتو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو غونډه پرون پیل شوې ده او نن هم دوام لري.

د نړۍ اتو سترو صنعتي هیوادونو ( جي ۸) په غونډه کې د جاپان ، جرمني، فرانسې، ایتالیا، کاناډا ، بریتانیې او متحدو ایالاتو استازي برخه لري.
XS
SM
MD
LG