په بلوچستان كې د وركو بلوڅانو د موندنې اتحاديه وايي د پاكستان سترې محكمې يې د وركو خلكو قضيه هم وڅېړله خو نه يواځې ورك خلك يې نه موندل كېږي، بلكې د خلكو د تښتونو او مرموزو وژنو لړۍ يې لا هم روانه ده. د وركو بلوڅانو د اتحاديو مشرانو په كوټه كې يوې خبري غونډې ته په وينا كې د بشر د حقونو سازمانونه هم پړه بللي چې وايي د دوى د خلكو پر وژنو او بشرضد اعمالو يې سترګې پټې كړې دي.
د وركو بلوڅانو د اتحاديې غړيو- چې د اكثرو يې د كورنۍ غړي او خپل خپلوان ورك دي- له تېرو دوو كلونو راهيسې په كوټه، كراچۍ او اسلام اباد كې په پرله پسې احتجاجونو لاس پورې كړى چې په دې ترڅ كې يې اوږده لاريونونه، غونډې او د لوږې اعتصابونه كړي دي، خو وايي چې نه يې د ځوانانو د تښتونو او نه د وژنو لړۍ تم شوې ده. د وركو بلوڅانو د اتحاديې مشر نصرالله بلوڅ د جمعې په ماځيګر په كوټه كې يوې خبري غونډې ته د پاكستان د سترې محكمې له خوا د وركو بلوڅانو د قضيې د جدي څېړلو هركلى وكړ، خو ويې ويل چې له يو څو كسانو پرته تر اوسه پورې نور زرګونه بلوڅان لا هم ترى تم دي:
“موږ به پر حق يو كه ووايو چې استخباراتي ادارې بيا بيا وايي چې موږ له قانونه سرغړونه نه كوو، خو د وركو بلوڅانو د كورنۍ كسان سترې محكمې ته له بشپړو شواهدو او مالوماتو سره وړاندې شول او سترې محكمې هم د بلوڅانو د تښتونو ګوته دغو استخباراتي ادارو ته نيوله، خو دوى تر ننه پورې په دې ستونځه كې جدي نه شول، دوى بيا بيا د بلوڅانو له تښتونو منكرېږي، موږ هيله من يو چې ستره محكمه به دا ځل د وركو بلوڅانو د موندنې پر پرېكړه كلكه ودرېږي او د دغو استخباراتي ادارو په خلاف به اقدام وكړي”
نصرالله بلوڅ وويل چې د بلوچستان اعلى وزير او والي خو واك ته تر رسېدو مخكې ويل چې د بلوڅو د حقوقو او نورو بشرضد اعمالو د مخنيوي لپاره به مبارزه كوي، خو اوس چې سلګونه ورك بلوڅان و وژل شول، دوى نه يواځې د دې مخنيوى نه كوي، بلكې د استخباراتي ادارو ملاتړي دي. نصرالله بلوڅ د بشري حقونو پر سازمانونو هم نيوكه وكړه چې وايي د وركو بلوڅانو ستونځه يې له پامه غورځولې ده:
“د بشر د حقونو له ټولنو موږ بېخي ناهيلي يو، ځكه د هغوى فعاليتونه يواځې تر لويو هوټلونو او غونډو پورې محدود دي، په بلوچستان كې د بشري حقونو تر ټولو غټه ستونځه د وركو بلوڅانو ده، خو تر ننه پورې دلته د بشري حقونو سازمانونو د دې په خلاف چندان ږغ نه دى پورته كړى، كه دوى په دې برخه كې جدي واى او احتجاج يې كړى واى، نو موږ به د خپلو بلوڅو سياسي فعالينو تر څلورو سوو زيات مړي نه تر لاسه كولاى، د وركو بلوڅانو د وژنې پر ناورين باندې د نړيوالې ټولنې چوپتيا هم د غندنې وړ ده”
ماما قدير بلوڅ چې ځوان زوى ذاكر مجيد بلوڅ يې هم ورك وو او بيا و وژل شو، له تېر يوه كاله راهيسې په پرله پسې توګه د وركو بلوڅانو لپاره په سپينه ږيره احتجاجونه وكړل. نوموړى وايي نه يواځې يې ورك بلوڅان نه موندل كېږي، بلكې نور هم تښتول كېږي او وژل كېږي:
“دومره كسان چې ورك دي، تر څورلس زره زيات دي، په دې كې كه څلور- پينځه كسان موندل شوي دي دا خو بېخي لږ دي، تر اوسه پورې په تېرو دوو كلونو كې موږ شاوخوا څلورنيم سوه مړي تر لاسه كړي دي، يوه اوونۍ مخكې هم دوه مري بلوڅان- چې پلار او زوى وو- استخباراتو تښتولي وو او بيا يې مړي و موندل شول، دا لړۍ لا روانه ده”
د يادونې وړ ده چې د بلوچستان اكثره سياسي ګوندونه د بلوڅانو مرموزې تښتونې او وژنې د دې ايالت بنسټيزه ستونځه بولي او اكثره يې په دې نظر دي چې كه دا لړۍ ودرېږي، نو ملتپال او وسلوال بلوڅان به له حكومت سره مذاكراتو ته غاړه كښېږدي.
باركوال مياخېل- كوټه