د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

جرمني به له افغانستان سره هرکال۱۹۳ میلیون ډالره مرسته کوي


د جرمني حکومت پرون (چهارشنبې) له افغانستان سره د اوږدې مودې ستراتیژيکو اړیکو تړون لاسلیک کړ.

پر دې اساس به د جرمني حکومت له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره اقتصادي مرسته کوي او د دې هېواد د ملي ځواکونو په روزنه کې به همکاري ته دوام ورکړي.

د جرمني صدراعظمې له ولسمشر حامد کرزي سره تر لیدو وروسته وویل، چې هېواد به یې هرکال لږ تر لږه ۱۹۳ ملیون ډالر مرسته کوي.

دا پیسې به په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، د افغان امنیتي قواو د پياوړي کولو لپاره مصرفیږي.

صدراعظمې انګیلا میرکل وویل، هغه تیروتنې چې پخوا د افغانستان په برخه کې شوې دي، باید تکرار نه شي.

دې وویل: لکه څرنګه چې پخوا مرسته کونکو هېوادونو افغانستان یوازې پریښو، باید بیا ونه شي.

دا تیروتنه باید تکرار نه شي او په همدې خاطر موږ نن د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره د دوامدارو مرستو موافقه وکړه.

په برلین کې دې خبري کنفرانس ته ولسمشر حامد کرزي وویل، چې د امنیتي ځواکونو په روزنه، تجهیز او د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د نړېوالو مرستې ته اړتیا لري.

ښاغلي کرزي غوښتنه وکړه، چې نړېواله ټولنه تر ۲۰۲۴ کال پورې په پوځي برخه کې د مرستې ترڅنګ، د اقتصاد په پیاوړتیا کې هم وڼډه اخلي،ښاغلي کرزي وویل:

"دا چې زه نن د افغانستان د خلکو په استازیتوب د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره د جرمني له صادقانه مرستې مننه وکړم، خاص اهمیت لري."

له جرمني سره د اوږدې مودې ستراتیژیکو اړیکو د تړون پراساس به دا هېواد تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغان امنیتي ځواکونو سره په روزنه او تجهیز کې مرسته کوي.

جرمني به همدا راز د افغانستان د اقتصادي ودې او د معارف د پیاوړتیا لپاره مرستې جاري وساتي.

جمهور ریس حامد کرزي پرون په دې ارتباط خبریالانو ته وویل:

"له میرمن میرکل سره د نننۍ موافقې لاسلیک، بلاخره زموږ په اړیکو کې یوه نوې مرحله پیل کړه.

پر دې اساس به، د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو پروسه په شا تګ نه لري."


جمهور ریس حامد کرزي په څو ورځو کې په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې برخه اخلي. ګډونکونکې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د ماموریت پر څرنګوالي خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي مخکې له مخکې هیله څرګنده کړې، چې دا سازمان به په افغانستان کې به تر نوي نوم لاندې نوی ماموریت پيل کړي.

د شیکاګو سرمشریزه به د روانې میلادي میاشتې په شلمه او یویشتمه جوړه شي.
XS
SM
MD
LG