د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

نانسي پلوسي په امنیتي مسلو کې د افغان میرمنو پر رول ټینګار کړی


د امریکا په کانګرس کې د ډموکراتانو مشرې نانسي پلوسي د تیرې یکشنبې په ورځ چې د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې د مور ورځ لمانځل کیږي، د کانګرس د لوړ رتبه هیت په مشرۍ افغانستان ته لاړه.

پلوسي او ورسره ملګري یي په دې دوه ورځني سفر کې د هلمند او کندهار له ولایتونو څخه پر کتنې سربیره په دی سیمو کې دیره امریکایي ځواکونو سره هم وکتل.

د ا د امریکا د کانګرس لومړنی لوړ رتبه هیت دی چې د امریکا او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د سند له لاسلیک کیدو وروسته افغانستان ته ځي، د ستراتیژیکو همکاریو دغه توافق نامه افغانستان ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د سفر په مهال لاسلیک شوه.

میرمن پلوسي او ملګري هیت یي د یکشنبې په ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او په افغانستان کې د امنیت، د سیمه د ثبات او د سیاسي روغې جوړې پر مسلو یې ورسره خبرې وکړې.

د کانګرس هیت دغه راز په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو له قومندان جنرال جان الین او په کابل کې د امریکا له سفیر رایان کراکر سره هم ولیدل.

په دغو لیدنو کتنو کې د وسله والو مخالفانو پر ضد روانې جګړې او افغانانو ته د امنیتي مسولیتونو د لیږد پرمسلو خبرې وشوې.

میرمن پلوسي وویل، د یکشنبې په ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لیږد دریم پړاو پیل شو او هیت له خپلو امکاناتو څخه په استفادې په افغانستان کې د امنیتي مسایلو په اړه پریکړو کې د ښځو پر رول ټینګار وکړ.

د امریکا د کانګرس هیت د یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې په مختلفوغونډو کې ګډون وکړ، چی په کې د قانون د حاکمیت، د امریکا د نړېوالو مرستو یو اس ایډ د چارو د ښه کېدو او د افغان ښځو د وضعیت د ښه کیدو په اړه معلومات ورکړل شول.

د امریکا د کانګرس هیت دغه راز د فیټ د نړېوال کنفرانس د ختمیدو په مراسمو کې هم ګډون وکړ.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د ملي شورا ښځینه غړیو، د مدني ټولنې مخکښو ښځو، په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو مشرانو او د فیت د سازمان غړیو ګډون کړی و او په حکومت، تجارت، پرمختګ او د ښوونې په برخو کې د ښځو د مشرتابه رول په زیاتیدو خبرې وشوی.
XS
SM
MD
LG