په کابل کې د مشرانو جرګې له رییس سره د ایران د نوي سفیر کتنه ښايي د هغو پراخو هلو ځلو یوه برخه وي؛ چې په وسیله یې ایران غواړي د افغانستان اومتحده ایالاتو ترمنځ د ستراتيژیکو اړیکو د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي.
د مشرانو جرګې ځینې غړي وايي، د ایران سفیر ابوالفضل ظهروند د مشرانو جرګې له رییس فضل هادي مسلمیار سره په تعرفي کتنه کې له هغه وغوښتل؛ چې ملي شورا دې له امریکا سره د ستراتيژیکو همکاریو تړون رد کړي.
یوه سناتور محمد داود حساس چې په دې کتنه کې یې برخه لرله؛ ازادي راډیو ته وویل، چې د ایران سفیر دغه تړون د خپل هیواد د ملي ګټو پر ضد وباله:
″تېره چهارشنبه د ایران نوی سفیر دلته راغی او د مشرانو جرګې له رییس سره یې د هغه په اطاق کې ولیدل، په هغه لیدنه کې زه هم وم. د هغه لومړنی خواست دا و، چې دا تړون (د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون) د ایران په تاون دی باید رد شي.
موږ ورته په ځواب کې وویل، که چېرې تاسو تېر درېش کاله له افغانستان سره مو ښه دوستي رااخستې وای، دې تړون ته د لاسلیکېدو ضرورت نه وای.د ګاونډیانو له لاسه موږ مجبور شو، چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړو. ″
د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو اړیکو تړون د تیرې سه شنبې په شپه په کابل کې د دواړو هیوادونو د جمهور رییسانو ترمنځ لاسلیک شو.
ایران وروسته له هغې په ملي شورا کې د دې تړون د تصویبیدو د مخنیوي هڅې کوي چې ویل کیږي؛ د دې سند د لاسلیک کیدو د مخنیوي لپاره یې هم منډې ترړې کړې وې.
د مشرانو جرګې یو بل غړی نثار حارس وايي، چې د مشرانو جرګې له رییس سره په خبرو کې د ایران د سفیر لهجه تنده وه او خبرداری یې ورکړ؛ چې که چیرې له امریکا سره ستراتيژیک سند تصویب شي، نو ایران به بې غبرګونه پاتې نشي:
″په افغانستان کې د ایران نوي سفیر چې تقریباً په عصبانیت سره یې خبرې کولې؛ خبرداری ورکړ، چې که چیرې د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک سند تصویب شي، ایران به یې په اړه چوپ پاتې نه شي او عکس العملونه به وښيي.″
ښاغلي حارس وویل، چې د ایران د سفیر د خبرو په ځواب کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار جدي غبرګون وښود او ویې ویل؛ چې افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه په خپله د دې سند په اړه د پریکړې صلاحیت لري.
ایرانیو چارواکو پخوا هم په بیا بیا د افغانستان او امریکا ترمنځ له ستراتيژیکو همکاریو او په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت ښودلی دی.
خو یو شمیر کتوونکي په کابل کې د ایران د سفیر وروستی هڅه د افغانستان په چارو کې د ایران یوه ښکاره لاسوهنه او د ډیپلوماټيک عرف پرخلاف بولي. د ولسي جرګې پخوانی غړی محمد داود سلطانزوی:
″د افغانستان په داخلي چارو کې دا ډول بربنډ مداخله باید د منلو وړ نه وي، موږ چینلونه لرو، چې هغه سفارتونه دي. دوی باید د خپلو چینلونو له لارې باید د خپل دولت رسمي نظریات د افغانستان دولت ته وړاندې کړي او هغه د خارجه وزارت دی.
که فرض وکړﺉ همدا اوس د امریکا سفیر مشرانو او یا ولسي جرګې ته لاړ شي او ورته ووايي، چې دغه تړون ته رایه ورکړﺉ، په افغانستان کې به ایرانیان او د ایران پلویان څه ووایي؟
زه فکر کوم چې که چېرې د ایران د سفیر رسمي دغه عمل کړی وي غیر ډیپلوماټیک عمل دی.″
له ایران سربیره د روسیې او چین په ګډون د سیمې ځینې نور هیوادونه هم، چې له ایران سره نږدې اړیکې لري د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقه لیک په اړه اندیښنې لري.
په ملي شورا کې د دې تړون د تصویبیدو د مخنیوي لپاره ایران په ښکاره مداخلې لاس پورې کړی دی.
ټاکل شوې دغه تړون افغانستان د اساسي قانون له مخې د تصویب لپاره د دې هیواد ملي شورا ته واستول شي.