د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د هېواد ۳۰ سلنه لرې پرتې سیمې ښځینه روغتیايي کارکوونکې نه لري


د عامې روعتیا وزیره ډاکټره ثریا دلیل
د عامې روعتیا وزیره ډاکټره ثریا دلیل
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې غواړي د نرس قابلو د روزنې له لارې د روغتیایي خدماتو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ شاوخوا درې سوو نرس قابلو ته، چې د روزنې دوره یې بشپړه کړې وه د فراغت اسناد ورکړل.


د عامې روغتیا وزارت هم دا مني، چې اوس مهال د هیواد په دېرش سلنه لرې پرتو او نا امنه سیمو کې د روغتیایي خدماتو په برخه کې ستونزې موجودې دي او دغه سیمې ښځينه روغتیايي روغتیايي کارکوونکې نه لري.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل د یکشنبې په ورځ د نرسانو او قابلو د فراغت په مراسمو کې وویل؛ چې دوی هڅه کوي په دغو لیرې پرتو او نا امنه سیمو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره کړي.

″موږ د امنیتي او چاپیریال له ستونزو سره مخامخ یو، موږ یو میړه او ښځه تشویق کړل او یو ښه معاش مو ورته وټاکه؛ یوې لیرې پرتې سیمې ته مو ولیږل؛ چې هلته کار وکړي، خو یو څه وخت وروسته هغه بیرته راغلل او هغه ځای یې پریښود، د دې لپاره چې هلته یا امنیتي او یا هم د چاپیریال ستونزې وې.

دا ټولې هغه ستونزې دي، چې روغتیايي اسانتیاوې له ستونزو سره مخامخ کوي.

دا مهال زموږ دېرش سلنه روغتيايي مرکزونه د ټول هیواد په کچه حتې یوه ښځینه کارکوونکې نه لري.″

میرمن دلیل وویل، چې دغه نوې فارغې شوې نرسانې او قابلې به هم، چې شمیر یې دریو سوو ته رسیږي، د هیواد یو شمېر لرو پرتو سیمو ته واستول شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په لرو او نا امنه سیمو کې د روغتیایي کارکوونکو د نه موجودیت یو اصلي لامل نا امني دي.
فارغه شوې نرسه
فارغه شوې نرسه

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې یو شمېر نرسانې او قابلې فارغوي او د دوی په وینا ولایتونو ته یې لیږي چې د ولسي جرګې ځینې غړي بیا دا هڅې کافي نه بولي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي یوسف صابر د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا مهال په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې ښځینه کارکوونکې لږې او روغتیایي خدمات هم کافي نه دي.

″په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې قابلې او نرسانې موجودې دي، خو کفایت نه کوي. په یو روغتون کې په یو وخت کې درې او څلور ناورغان وي؛ خو قابله یا نرسه یوه وي او له دوی سره پوره امکانات او تجهیزات په لاس کې نشته؛ څو دوی وکولای شي په یو وخت کې د ټولو خلکو درملنه وکړي.″

د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې که څه هم په تیرو لسو کلونو کې په هیواد کې روغتیایي خدمات پراخ شوي، خو له پیله تراوسه د لرو پرتو سیمو خلک له دغو خدماتو بې برخې پاتې دي.

د کتونکو په وینا په لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي خدماتو په وړاندې ستونزې جوتې دي او د عامې روغتیا وزارت ته په کار ده، چې د دې ستونزو د هواري لپاره ګړندۍ هڅې وکړي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG