د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د رسنیو د نوي قانون مسوده بشپړه او بیا به عدلي وزارت ته واستول شي.
سید مخدوم رهین تیره ورځ ازادۍ رآدیو سره په خبرو کې وویل، چې د مطبوعاتو د نوي قانون مسوده د نظر غوښتنې لپاره په انیس، هیواد او ځینو ورځپاڼو کې خپره شوې ده.
نوموړي وویل، چې د مطبوعاتو د نوي قانون په اړه به د خبریالانو ژورنالستیکو بنسټونو او لیکوالانو نظرونه او پیشنهادونه په پام کې نیول کیږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د رسنیو د نوي قانون د پشپړیدو په اړه په داسې وخت کې څرګندونې کوي؛ چې د ژورنالستانو ټولنې او خبریالان پر نوموړي وزارت انتقاد کوي؛ چې له اوږدې مودې د دې قانون په جوړولو کې پاتې راغلی دی.
د روانې می میاشت په دریمه نېټه چې په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ ورځ ګڼل کیږي د افغانستان د خبریالانو ټولنو او په دې برخه کې نورو فعالو بنسټونو پر افغان دولت انتقاد وکړ؛ چې د خبریالانو په مخکې ستونزې جوړوي او له رسنیو سره څرنګه چې په کار ده هغه شان همکاري نه کوي.